ټکنالوژي

ګوګل کې تر ټولو زیات لټول شوي موضوعات

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): ګوګل کمپنۍ خپل کلنۍ راپور نړیوالو رسنیو ته وړاندې کړی. ګوګل کمپنۍ هر کال یو راپور خپروي چې د هماغه کال تر ټولو زیات لټول شوي موضوعات ښکاره کوي.

روان زیږیدیز کال رابن ویلیم چې د هالېوډ سینما یو پیژندل شوی ستورۍ و او په همدې کال ځان وژنه هم کړې وه په ګوګل کې تر ټولو زیات لټول شوی نوم دی.

له هغې وروسته روان کال د نړۍ ټول خلک د فوټبال نړیوال سیالیو په لیدو بوخت ول نو په همدې اساس په ګوګل کې د فوټبال نړیوال سیالۍ په دوهمه درجه تر ټولو زیات لټول شوی.

خلک معلومول غوښتل چې په ایبولا ناروغۍ اخته دي که نه نو د همدې لپاره په ګوګل کې د ایبولا لټون دریمه درجه خپله کړې چې اکثر خلک د ایبولا نښې او درملنې په اړه په ګوګل کې څیړنه کړې.

له دې وروسته خلکو د مالیزیا ورکه شوې الوتکه په څلورم، یخ اوبو چیلینج چې څو ورځو کې ډير زیات عام شو په پنځم او د فلپي بېرډ په نامه لوبه شپږم مقام خپل کړی.

لاندې د ګوګل کمپنۍ د درجه بندي تر ټولو زیات لټول شوي ۱۰ موضوعات در پیژنو:

۱- رابن ویلیمز
۲- فوټبال نړیوال جام
۳- ایبولا ناروغۍ
۴- د مالیزیا ورکه شوې الوتکه
۵- د یخ اوبو چیلینج
۶- فلپي بېرډ لوبه
۷- اسلامي دولت
۸- فیرګوسن
۹ فروزن نومې کارټون
۱۰- اوکراین هیواد حالات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x