نړۍ

حرمينو کې زرګونه سترې چترۍ لګول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان حکومت د مکې مکرمې او مدينې منورې په دواړو سترو مسجدونو کې له لمر او ګرمۍ څخه د ځان ژغورنې په موخه زرګونو سترې چترۍ لګوي.

عرب نيوز ويپاڼې ليکلي، چې د حرمينيو په زرګونو مربع ميټره پراخو برنډو کې درې زره سترې چترۍ لګول کيږي، چې د دواړو مسجدونو لمونځ کوونکي به له لمر او ګرمۍ ژغوري.

عرب نيوز د مکي حرم د امام شيخ عبدالرحمن سديس له قوله ليکلي، چې درې زره چترۍ به د مکې مکرمې په مسجد کې لګول کيږي او د مدينې منورې په حرم شريف کې دا ډول چترۍ له دې مخکې لګول شوي او دوی غواړي ۲۵۰ نورې سترې چترۍ هم دغلته ولګوي.

د سعودي عربستان چارواکي وايي، چې دا چترۍ به هره ورځ په دواړو جوماتونو کې سهار خپريږي او ماښام به ټوليږي او د لمونځ کوونکو په عبادت کې به هيڅ ډول ستونزې نه پېښوي او دغه چترۍ د درې دقيقو په ترڅ کې خپريږي او ټوليږي.

ويل کيږي، چې دغه چترۍ د سيوري تر څنګ د لمر د تودوښې درجه هم راټيټوي.

عرب نيوز د سعودي چارواکو له قوله وايي، چې دوی د مکي مکرمې او مدينې منورې دوړاو مسجدونو لپاره داسې چتونه جوړوي، چې ژمي کې ګرمه او اوړي کې سړه هوا جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x