افغانستان

کابل: په فوځي ۴۰۰ بستره روغتون کي دننه چاودنه شوې

kabul-bomb_blastنن ټکی اسیا: نن غرمه په سیمه ایز وخت ۱۲ بجو او لسو دقیقو د کابل ښار په ۴۰۰ بستره فوځي روغتون کي چاودنه وشوله، چي له کبله يې د چارواکو په وینا ۳ کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ځیني راپورونه وايي چي یو کس په دغه روغتون کي سرښندونکي عملیات تر سره کړي، او یو بل ملګری يي هم درلود، چي پولیس يې په لټه دي.

ځیني سرچیني د ۴۰ کسانو د مرګ ژوبلي راپورونه ورکوي، خو کره شمېر تر اوسه نه دي مالوم سوی.

وزارت دفاع په یوه اعلامیه کي ویلي چي مرګ ژوبله را منځته شوې، خو کره شمېر نه دي ښودلی.

ویل کیږي چي په پیښه کې اکثره هغو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې چي د ډاکټري د زده کړې وروسته به يې په فوځ کي خدمت تر سره کوی.

تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x