ټولنیزه برخه

زموږ فکر متغیر دی

دادمحمد ناوک

انسان که مقید نه شي، د خدايي دعوه کوي، که ډېر قید شي د نیستۍ ډنډوره غږوي، د انسان د څارنې لپاره انسان له انساني فکره د قیوداتو کړۍ نشي جوړولای، ځکه چې زموږ فکر بدلېږي او د بدلون مخنیوی يې د بې وسو کار نه دی. ځکه خو باید خپل فکر مهار کړو او د اصلیت د درک په لټه کې واوسو.

د استاد پسرلي هغه بیت مې هېر دی چې مفهوم يې داسې و، وايي دا غر لوړ دی، که ترې لاندې ځمکه ټيټه ده؟ په اضدادو د شیانو پېژندنه هم یوه ښه لاره ده، یوه ورځ مې په یوه فلم کې واورېدل: زموږ کمزوري د هغه زور دی. دې خبرې را پام کړل چې کله کله یو څوک، شی یا حالت پخپله هغسې نه وي، لکه چاپیریالي اشخاصو، شیانو او حالتونو چې کوم موقف وربښلی وي. د یوې انګلیسي عالم خبره ده چې د انسان «زه» د هغه د چاپیریال تاثر او د هغو تاثراتو ټولګه انسان دی، هغه سم ویل ځکه چې زه په مطلق ډول «زه» ته څه نه لرم، بلکې دغه «زه» به په وړاندې یو بل ته لري، یا حد اقل داسې چاپیریال چې لري چې د «زه» ذعوه پکې وکړم.

موږ په نسپی نړۍ کې اوسو ډېر وخت مو اړیکي او پېژندني هم نسبي وي، زموږ هر ښه به له یوه اړخه بد خو له بله اړخه ښه وي، او برعکس، ځکه چې د مطلق حکم لپاره مطلقې سرچینې ته اړتیا ده او انسان د مطلقیت ادعا نشي کولای، انسان د خپل موجودیت لپاره هم وخت نه لري، هغه چې کله «زه» یادوي نو یوې شېبې ته اړتیا ده او هغه شېبه له له «زه» سره الوزي. د استاد غضنفر هغه خبره ښه مشهوره ده چې له کلمو سره باید د پیسو په څېر چلند وشي، خو دا هم مطلقه ځکه نه شو را اخیستی، چې ځينو ته پیسې داسې ښکارېږي، لکه هغو لیکوالو ته چې کلمې بې پامه برېښي، د استاد خبره د ځینو لپاره سمه راتلی شي، ځکه چې پیسې هغه چاته ارزښتمنې دي چې په سختۍ يې ترلاسه کړې دي، خو هر چاته په هغه اندازه ارزښت نه لري، مګر پر دې سربېره هغه لیکوال چې غواړي خپل فکر ولېږدوي، باید د کلمو استعمال ته ځیر واوسي.

پر دې سربېره یوې موضوع ته له څو اړخونو کتل حقیقت ته نږدې کېدوه سمه لاره ده، د دروند لیکوال حامد افغان لاندې کرښې باید ولوستل شي:

«یو صوفي د لمانځه په مهال د جومات مخته تېرېږي جومات ته نه ورګرځي …!

ځکه په بل جومات کې یې وختي لمونځ کړی و.

په بازار کې دي کوم شناخته دکاندار ته سلام وکړ، چوپ ناست دی په برېتو ګوتې وهي هیڅ ځواب یې درنکړ …!

ښکاره خبر ده نه یې ده اوريدلي.

د مدرسې یا پوهنتون ملګری چکر ته نه درسره ځي درته وایي: زه نشم درسره وتلی خپل کار کوه..!

دا ګومان مه کوه چې دی بخيل او کنجوس دی، اصلاً دی ځکه نشي وتلی چې پلار یې ډیر کم لګښت ورکوي چې د مهمو اړتیاوو ګذاره پرې وکړي او د جکرو له پاره یې لګښت نه کیږي…»

دا کرښې سړي ته ورپام کوي، چې یوازې د ځان منل مناسبه لاره نه ده، یا هم یو اړخیز فکر د اصلیت موندنې مناسب لوری نه دی، ځکه خو باید کله کله خپل فکر ته هم د بل له سترګو وګورو او کله کله پخپلو منلو ارزښتونو هم بیا نظر وکړو، دا خبره په انساني ټولنه کې نغښتو او رازېږېدلو ارزښتونو اړوند کوم، د هغه څه چې سرچینه مطلقه ده ارزښتونه او حکمونه يې هم په مطلق ډول د منلو وړ دي. خو په انساني متغیر فکر کې باید «فکر» وشي او د دې «فکر» د کولو لپاره باید جرړه قوي ولرو، دومره قوي چې انساني فکر ورته سلامي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد یوسف

ډیره په زره پوری مطلب وو٬ زه د فلسفی سره دیره مینه لرم او دا شان لیکنی می دیر خوښیږی٬ خو افسوس چی مونږ افغانان په دی برخه کی دیره کم کار کری دی او دیری هیڅ علاقه ورته نه لری٬ په داسی حال کی چی داشان لیکنی د یو ټولنی د اخلاق او ژوند د ښه کیدو په برخه کی دیر د اهمیت وړ دی ځکه چی که انسان پوه شی چی نړی یواځی هغومره کوچنی نه دی چی دوی یواځی په خپل ورځنی ژوند کی تچربه کوی نو هرومرو خپل سلوک ته په ټولنه کی بدلون ورکوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x