افغانستان

اروپايي ټولنه: ټاکنیز کمیسیونونه دې محاکمه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو په پلمه ویلي دي،چې د ټاکنو دواړه کمیسیونونه دې محاکمه شي.

د اروپايي ټولنې غړي تایسن برمن وايي چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د پرېمانه درغلیو له امله باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون محاکمه شي.
برمن وویل چې دوی له نوي حکومته په جدي ډول غواړي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره دي په دې کمیسیونونو کې بنسټیز بدلونونه راولي.

برمن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنیزو کمیسیونو درغلي تر هغې ډېره زیاته وه، څومره چې رسنیزه شوې ده.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو وویل چې ښايي د ولسي جرګې لپاره ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

نورمحمد نور وویل چې دولتي بودیجه نه شي کولای چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره کېډونکی ۱۵۰ میلیونه ډالره لګښت ورکړي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې هغو غړو چې له امریکا سره د امنیتي تړون مخالفین وو، د تړون پر موافقینو دا نیوکې کولې چې د امریکا په سفارت کې مېلمستیاوي ورته شوې دي، او هم ورسره د دندې د یو کال اوږدېدو ژمنې شوي دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند په داسې وخت کې څرګندونې کېږي، چې نوي حکومت د نږدې دریو میاشتو په تېرېدو لا هم د کابینې پر اعلان نه دی توانیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x