افغانستان

د جلال اباد چاودنو کې دوه پوليس وژل شوي او پنځه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): نن سهار جلال اباد ښار کې د دوو جلا جلا چاودنو په ترڅ کې اوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې لومړۍ چاودنه د جلال اباد ښار لويديځه څنډه درېيمه ناحيه کې د پوليسو پر رينجر شوې ده، چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

دوهمه چاودنه د تورخم جلال اباد پر لويه لار د امنيه قوماندانۍ په يوه رينجر کې د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې ده.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزي د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې دوهمه چاودنه کې هم يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

ننګرهار د هېواد ختيځ کې هغه ولايت دی، چې ډېری برخه يې له طالبانو سره ده او د ولايت او ولسواليو له مرکزونو پرته ګڼې سيمې يې د طالبانو په واک کې دي او هر وخت پکې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو چاودنې او بريدونه کوي.

د ننګرهار ولايت اوسيدونکي وايي، چې دغه ولايت د سقوط په درشل کې دی او که مرکزي حکومت عاجله توجه ونکړي، نو کېدای شي دا ولايت په لنډه موده کې د طالبانو لاسه ته ولويږي.

د ننګرهار يو شمېر سياسي فعالان وايي، که ننګرهار سقوط وکړ، نو د پلازمېنې کابل سقوط هم ورسره تړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x