
بهرني ځواکونو د یو بندي لاسونه پرې او نس څیرلی
نن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو د یو ۶۵ کلن سپین ږیري بندي مړی په داسي حال کي خپلي کورنۍ ته وسپاره چي لاسونه يي ور پرې کړې وه او خیټه يې ور څیرلې وه.
د سیمي خلګ وايي چي دغه سپین ږیری شپږ ورځي مخکي د لوګر د څرخ ولسوالۍ په شیخي کلي کي
د بهرنیانو له خوا د وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیولی وو، چي بیا يي د تحقیقاتو لپاره بګرام ته انتقال کړی وو.
دغه کس چي امیر محمد نومیده، په اړه يې د لوګر د ولایتي شورا رئیس ډاکټر عبد الولي وکیل نن ویلي چي مړی یی تیره شپه د ایساف د ځواکونو له خوا په داسي حال کي چي لاسونه يې غوڅ او نس يې څیري شوی وو، د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
د نومړي په وینا امیر محمد ۶۵ کلن له مخالفینو سره هیڅ ډول اړیکي نه در لودې.
و څرخ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس حاجي محمد نعیم ددې پيښي په اړه ویلي چي ایساف ځواکونو د څیړنو په لړ کې ددې سړي لاسونه غوڅ کړي او نس يي ور څیرلی دی.
نومړي د دولت څخه غوښتنه کړې چي د پيښي پوره څیړنه دي وکړي.
په کابل کي د ایساف ځواکونو ویلي چی دغه سړی په خپل مرګ مړ شوی، لاسونه او نس یي د تحقیقاتو له وجي غوڅ او څیرل شوي دي، ځکه چي ایساف غوښتل چي د امیر محمد د مرګ اصلي لامل ځانته معلوم کړي.