افغانستان

سل ګورجستاني عسکر به هم افغان عسکرو ته روزنه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو د نوي ماموریت لپاره ګورجستان هم د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او هڅونې لپاره خپل سل عسکر وټاکل.

دغه هېواد غواړي چې خپل سل تنه عسکر به يې د هېواد په شمال کې د شپږو میاشتو لپاره د افغان عسکرو د روزلو دنده پر غاړه ولري.

ټاکل شوې ده چې د ګورجستان دغه عسکر به د بلخ په مزارشریف کې له الماني عسکرو سره یو ځای مېشت شي.

ګورجستاني چارواکي وايي چې د ناټو په جنګي ماموریت کې د دې هېواد ۲۹ تنه عسکر وژل شوي او ۴۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

سل ګورجستاني عسکر به د ناټو له نوي ماموریت سره جوخت کار پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د سوفا د تړون له مخې د ناټو غړي هېوادونه خپل یو شمېر عسکر د افغان عکسرو د روزلو او جګړې ته د هڅولو لپاره پاتې شي.

که څه هم ناټو له افغان عسکرو دیارلس کاله اوږه پر اوږه تېر کړل، خو د دوی په قول لا هم افغان عسکر د دې وړ نه دي چې د دوی بې مشورې او هڅونې دې پر مخ ولاړ شي.

د ناټو جنګي قومندان اندرسن پر دې اندېښمن دی چې لا هم د افغان عسکرو له لیکو د تېښتي او طالبانو ته د تسلیمۍ کچه نه ده ټيټه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x