مجهول الهویته پیژند پاڼې

عبدالرحیم ثاقب

اسمانه کړنګ وهه را پریوزه، کالم: په پام کې ده چې په نیږدې راتلونکي کې د نوي حکومت لخوا نوې بي هویته تذکرې پر افغانانو وویشل شي.

د نوي حکومت نوي اقدامات ټول جنجالي او له ستونزو ډک وي؛ او دا ځکه چې خپله د نوي حکومت نوی ماډل یوه داسې دوه سرې اعجوبه ده چې د نړۍ په هیڅ نظام کې ساری نه لیدل کیږي.

دغه نادرالخلقته حکومت چې د ډیرو سیاسي، قومي او تنظیمي شخړو مولود دی اوس یې وار د کابینې پرسر لانجو ته رسیدلی ، ګوره چې هغه به لا د کوم ډول وحدت ممثله او نوعیت به یې د نړۍ د کوم نظام له نوعیت سره برابروي

اوس تازه چې کوم جنجال ته خبره ولاړه ده هغه د نوي حکومت لخوا د نویو بریښنايي پیژندپاڼو (تذکرو) ده چې پر افغانانو ویشل کیږي خو افغاني هویت او ملیت پکي مجهول دی.

هویت او ملیت د هر ولس هغه ذاتي مشخصه ده چې د انساني ټولنې په منځ کې یې له نورو ولسونو څخه تشخیص ورباندې کیږي . پر افغانستان د امریکایي یرغل له برکته افغان ولس د نورو محرومیتونو ترڅنګ د هویت له امتیازه هم محروم کړای شو چې ښايي ځيني ښاغلي دا هم د دیموکراتیکو لاسته راوړنو له جملې څخه یو نوی پرمختګ و بولي.

د بي هویته تذکرو په ویشلو کې د پام وړ خبره داده چې تر بل هر چا له مخه یې د امریکايي دیموکراسي مدافعین په خپلو منځوکې پر دوو ډلو ویشل شوي دي.

یوه ډله یې د تذکرو پر بي هویتي ټینګار کوي او دلیل یې دا وايي چې افغانیت زمونږ په جسم او جان کې اخښلی دی ، دیته یې اړتیا نه لیدل کیږي چې په تذکرو کې لفظا ولیکل شي.

خو بله ډله یې بیا وايي چې که مو په تذکرو کې د افغان کلیمه ونه لیکل شي نو مونږ به د ځمکې پر سر لومړنی ولس یو چې د هویت په پاڼه کې به مو هویت مجهول ، او په دې سره به په نړۍ کې د مجهول الهویته ولس په نوم مسمی شو.

ویر دا دی چې په تذکرو کې د هویت لیکلو او نه لیکلو د عوه داران خپله له فکري او عقیدوي پلوه مجهول الهویه یا خنثی مشکل ته ورته بلاوې دې چې د بهرنیو یرغلګرو په اتڼ کې تر ټولو له مخه دوی اوږې هسکې غورځوي .

هغوی له یوې خوا د اشغالګرو مدافعین او له بلې خوا پر اشغالګرو منتقدین دي چې د افغانانو د ملي وحدت پر ضد او یا هم د هغوی د هویت پر خلاف دسیسې جوړوي.

همدغه مصنوعي دعوه جلبان دي چې بهرني یرغلګر یې له فکري مجهول الهویتي څخه په استفادې سره د افغان ولس د ملي وحدت په ځپلو کې د ابزاري وسائلو په توګه کاروي ، او بیا د دوی اجرتي شخصي تنازع د ټول افغان ولس ملي تنازع ته منسوبوي.

که له دغو ښاغليو سره واقعا هم د افغانانو د وحدت او د هغوی د هویت غم وای نو بهرنيانو خو له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي زمونږ ځمکنی تمامیت ، استقلال ، او ملي حاکمیت هم سلب کړی ، دوی تر اوسه ولي د افغان وحدت او هویت له دښمنانو سره شیر او شکر ول؟

افغان ولس تر بل هرڅه وړاندې له خپلې خاورې او عقیدې څخه د دفاع پر ویاړلي هویت سمبال ولس دی ، که هر څوک د افغاني هویت د مدافعې دعوه لري هغوی دې لومړی د یرغلګرو په مقابل کې د خپلې خاورې او عقیدې له حریم څخه د دفاع امتحان ورکړي ، که یې وکړای شول چې د یرغلګرو په مقابل کې د خپلې خاورې او عقیدې ناموس وساتي نو واقعا هم هغوی د افغاني هویت مخلص مدافعین دي.

افغاني هویت د ځمکني تمامیت، عقیدوي سالمیت او ملي حاکمیت مجموعي ترکیب دی نه یواځې په تذکره کې د افغان کلیمې تلفُظ او تذکُر، او د خاورې او عقیدې له حریم څخه دفاع هم یواځې په توره او توپک پوري نه ده محصوره ، بلکي هر افغان کولای شي په خپل مسلک او مجال کي د هیواد له استقلال، ځمکني تمامیت ، ملي او دیني ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې خپل جهد وکاروي.

لهذا هرڅوک چې د افغاني هویت او ملي وحدت د دفاع سینه ډبوي هغوی دي لومړی د افغانستان په جیوپولټیک موقعیت کې خپل جامع افغاني هویت تثبیت کړي اوبیا دي ترې د د فاع دعوه پرمخ وچلوي.

اسمانه کړنګ وهه را پریوزه، د عبدالرحیم ثاقب کالم، نن ټکی اسیا

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

دغزنوی أسمان پرلمن دسبا(صبا)ځلانده زرین ستورئ أدام الله زهرتک)میوی دآزادی هغه ځوانان خوړلی سی–
په خپل دخبل باغ نه چی زاغان شړلی سی—مالیارچی شکوی غوټی دګلومالیارنده–په ګل چی سی غمجن هغه مالیارګڼلی سی–