fbpx

د یوه حدیث شرحه ـ شپاړلسمه برخه ـ

حامد افغان

په عبادت کې اخلاص

قران کریم وایې: قل إنما أنا بشر مثلكم يوحى إليّ إنما إلهكم إله واحد فمن كان يرجو لقاء ربه فليعمل عملاً صالحاً ولا يشرك بعبادة ربه أحدا . یعني ته ورته ووایه چې زه ستاسو په څیر انسان یم ، ماته وحي کیږې ، بیشکه ستاسو خدای یو دی ، څوک چې له خپل څښتن سره دلیدلو هیله لري ، نو ښه عمل دې وکړي ، او دخپل څښتن له عبادت سره دي بل څوک نه شریکوي .

علماء د دې ایت په تفسیر کې وایې چې دلته دعبادت دوه شرطونه بیان شوې دي یو دا چې هر عبادت به په شرعي طریقه برابر وي او بل دا چې په هر عبادت کې به موخه یواځي د الله رضا وي او مخلصانه به وي کله چې په یوه عبادت کې دا دوه شرطونه پیدا شي بیا الله ته دمنلو وړ ده .

په ځانګړي توګه دخیرات او صدقي د عبادت په اړه په صحیح حدیث کې راغلې دي چې باید په داسې طریقه ورکړل شي چې دښي لاس د ورکولو په صورت کې چپ لاس پرې خبر نه شې . یعني په انتهایې پټه توګه . دا خبره په یوه بل حدیث کې هم راغلې ده رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :اووه ډوله کسانو ته به الله جل جلاله داخرت په ورځ په خپل سیورې کې ځای ورکوي ، او په هغه ورځ به یواځي دالله جل جلاله سیوری وي نور سیورې به نه وې :

(۱) عادل واکمن.

(2) هغه ځوان چې دالله په عبادت کې لوی شي.

(3)هغه سړی چې په جوماتونو پوري یې زړه تړلی وي.
(4) هغه دوه کسان چې دالله په مینه سره یوځای او ملګرې شي او یا د هغه په مینه سره بیل شي.
(5) هغه سړی چې ښایسته او دمنصب ښځه یې زنا ته ور وبولي او دی ورته ووایې : زه له الله نه ویریږم.

(6) هغه سړی چې خیرات او صدقه دومره پټه ورکوي چې په ښي لاس یې چپ هم نه خبریږې.
(7) هغه سړی چې یواځي وي او دالله په یاد یې له سترګو اوښکي ولاړې شي .

“سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله: الإمام العادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل قلبه معلق في المساجد، ورجلان تحابا في الله اجتمعا عليه وتفرقا عليه، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال، فقال إني أخاف الله، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه” . (البخاري ومسلم )

په دې اړه د سلفو علماو رحمهم الله څو لنډې بیلګي را اخلم څو زموږ له پاره لاره ښه روښانه شي او داراز دا کیسې پر زړونو باندي خورا مثبت او ښه اغیز کوي . او دهغوی هر یوه ژوند زموږ له پاره دلارې مشال ده چې په خپل ژوند کې ګټه ورنه اخیستلی شو :

د زین العابدین اخلاص

علي بن الحسين زين العابدين رحمه الله د رسول الله صلي الله علیه وسلم کړوسی دی ، هغه په علم او تقوي دواړو کې هر چا امام منلی و ، د ده مشهور معاصر علماء وایې چې دی د خپل وخت ترټولو ښه عالم و ، د ده په اړه د ده د څو معاصرو لویو تابعینو علماو ویناوې را اخلم :امام الزهري رحمه الله وایې : په قریشو کې مې له ده غوره انسان نه دی لیدلی ، سعید بن المسیب رحمه ا لله وایې : ما د حسین له زوی علي نه غوره انسان نه دی لیدلی ، امام مالک رحمه الله وایې : دی یې زین العابدین ځکه باله چې ډیر زیات عبادت به یې کاوه ، امام سفیان بن عیینه رحمه الله وایې په هاشمیانو کې مې له زین العابدین نه غوره انسان نه دی لیدلی ، او امام الشافعي وایې : دی د مدیني ترټولو غوره عالم دی .

د امام علي بن الحسین رحمه الله د تقوي او مخلصانه عبادت عجیبه بیلګي را نقل شوې دي چې دا یوه یې ستاسو مخته ږدم : وایې ده به په شپه کې خوراکي توکي پخپله په شا کړل او د مديني د کونډو ، یتیمانو او غریبانو د کورونو مخته به یې کیښودل ، یعني نه به یې له خادم او یا خپل مریی نه کار اخیست او نه به یې هغه څوک خبرول چې ده به مرسته ورسره کوله ، او دا کار یې څو کاله کاوه . مسکینان او کونډې په دي نه پوهیدل چې دا شیان چا ورته راوړې دي . کله چې وفات شو ، په شا کې یې تور داغونه ولیدل شول ، او معلومه شوه چې دا داغونه دهغو پیټیو دي چې ده به په شپه کې د غریبانو کورونو ته ور وړل ، او کله چې دی وفات شو په مدینه کې غریبانو دشپې پټ خیرات بیا ونه لید .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د