پیښور: چاودني د امریکايي کونسلګری موټر په نښه کړ
نن ټکی آسیا: نن سهار د پيښور په ښار کي د امریکایايي کونسلګری موټرو باندي یو چاودنه وشوله، چي له کبله يې د رسمي سرچینو له قوله یو لاریونکی مړ او ۱۰ نور چي د موټر سپرلی هم په کښي دي ټپيان شوه.
پاکستاني طالبانو ددې پيښي مسؤولیت په غاړه واخیست.
د یادوني وړ ده چي طالبانو د اسامه بن لادن د مړیني وروسته ګواښ کړی وو، چي د هغه د شهادت انتقام به اخلي.
په اسلام اباد کي د الجزیري خبریال احمد زیدان وویل چي ده ته د پيښي د ځایه څخه د ژغورونکي ډلي یو کس وویل چي یو امریکايي هم وژل شوی دی، هغه زیاته کړه چي د چاودني هدف د امریکايي کونسلګری دوه موټران وه، چي یو موټر يي په بشپړه توګه له منځه تللی.