افغانستان

هلمند: د لښکرګاه په روانه جګړه کې لس عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې څو شېبې وړاندې چاودنه وشوه او د عیني شاهدانو په قول وروسته ډزې پیل شوې چې لا هم روانې دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې نن د نوي کابلبانک په دغه څانګه کې د ملي اردو عسکرو معاشونه ورکول کېدل، چې برید پرې وشو.

د هلمند امنیه قومنداني مطبوعاتي مسوول فرید احمد عبید وايي چې په لښکرګاه کې ډله ییز سرتيری برید شوی او په خبره يې بریدګرو د نوي کابلبانک په یوه څانګه کې ځای نیولی.

د دوی په قول بریدګر درې تنه دي چې لا يې هم جګړه ګرمه ساتلې ده او په خبره يې تر اوسه پورې په دې برید کې لس تنه عسکر وژل شوي او لس نور سخت ټپیان شوي دي.

د ګډ حکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله هم په خبري ناسته کې دغه برید غندلی او ويلي دي چې د لسو تنو عسکرو په وژل کېدو خواشینی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د کونړ په دانګام ولسوالي کې هم جګړه لا په شدت روانه ده چې تېره ورځ طالبانو د پنځو پوستو دنیولو خبر ورکړ.

د دې برید په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x