افغانستان

پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشران کابل ته را رسیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د پېښور د خونړي برید وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر په ناڅاپي سفر کابل ته را رسیدلي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګې ISPR ویلي چې د پوځ او استخباراتو مشران به په ځېنو مهمو مسئلو د ګډ حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

راپورونه وايي چې کابل ته د هغه د را لېږلو پرېکړه د لېندۍ په ٢٦مه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار کې د لومړي وزير نوازشريف په مشرۍ د حکومت او سياسي مشرانو په يوه ګډه غونډه کې وشوه.

د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي نن د ولسي جرګې په غونډه کې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل، چې جنرال راحيل شريف په د يو بېړني سفر په ترڅ کې کابل ته راروان دی.

جنرال راحیل او جنرال رضوان اختر کابل ته په داسې حال کې سفر کوي چې یوه ورځ وړاندې په پېښور کې د پاکستان د پوځ په یوه ښوونځي پاکستاني طالبانو برید وکړ.

په دغه برید کې ۱۴۱ کسان چې له منځه یې ۱۳۲ زده کوونکي او ۹ د ښوونځي ادارې کسان ووژل شول.

پاکستان دغه برید ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید وګڼلو.

د دغه هېواد د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه تېره شپه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی ته پوره معلومات شته چې برید کومې ډلې کړې و، چا سره یې خبرې کولې له کومه ځایه عملیات کنترولیدل او له کومه ځایه عملي کیدل خو دوی په دې اړه د ځينو لاملونو له کبله دغه تفصیلات رسنیو سره نه شریکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x