افغانستان

ایساف په فاریاب کي د ۶۰ طالبانو وژل اعلان کړه، طالبانو رد کړه

NorwegianSoldiers50نن ټکی آسیا: بهرنیو قواوو په یوه اعلامیه کي نن خبر ورکړ چي دوی د افغانستان په فاریاب ولایت کي تر ۶۰ زیات مخالفین ووژل.

اعلامیه کي ویل شوي چي هغه عملیات چي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کي د طالبانو په ضد شروع سوې وه، د درو ورځو وروسته پای ته ورسیده، او په کښي تر ۶۰ زیات مخالفین ووژل شوه، او ۲۳ عرادې موټر سایکلونه هم ونیول سول.

د مرګ ژوبلي په اړه د ایساف او افغان چارواکو په خبرو کي تناقض لیدلی کيږي، چي داسي ګمان کيږي لکه مخالفینو ته چي د مرګ ژبلي پر ور اړولو کي د مبالغي نه کار اخیستل سوی دی.

ځکه چي د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کي د دوه سوه او نهم شاهین قول اردو د مطبوعاتي دفتر یو تن مسؤول تورن احمد جاوید سلیمی یو افغان رسنۍ ته ویلي چي په دې عملیاتو کي ۳۵ مخالفین مړه او ۱۵ ژوندي نیول شوي دي، او پر دې سربیره ۵ عرادې موټر سایکل هم دوی ته په لاس ورغلې.

د بلي خوا د طالبانو ویاند دغه ادعاوي سراسر بی بنسټه بللي او ویلي دي چي دوي په دغو عملیاتو کي ۱۶ تنه بهرني عسکر وژلي دي، او داچي طالبانو خپل ۶ تنه ملګري له لاسه ورکړي، او پر دې سربیره ۷ تنه ملکي کسان د بهرنیانو له خوا وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت موقعیت ته که سړی وګوري نو دا ولایت د افغانستان په شمال کي د ترکمنستان سره پر پوله پروت ولایت دی، او د ټوپک سالار جنرال دوستم د نفوذ او قوت ستر مرکز بلل کیږي، که له یوې خوا دغه خبر د بهرني قواوو بریا څرګنده وي، خو له بلي خو د ځینو شنونکو په قول د طالبانو د افغانستان په شمال کي د طالبانو د قوت او نفوذ یو ښکاره دلیل بلل کیدای سي، ځکه چي په دومره غټ شمير باندي په یوه ولسوالۍ کي د طالبانو د شتون مثال خو په ځینو جنوبي ولایتونو کي هم نه لیدل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x