ټکنالوژي

فیسبوک کې نوی ویروس په خپریدو دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): فیسبوک اجتماعي شبکه کې یو نوی نا پیژندل شوی ویروس د پیغامونو په وسیله د خپریدو په حال کې ده.

راپورونو پر بنسټ د فیسبوک کاروونکو ته د هغوي د ملګرو په نامه پیغامونه استول کیږي چې دغه پیغام کې د یو ویډیو یا عکس لېنک ځای پرځای شوی او دغه لېنک کلېک کولو سره دغه ویروس فعالیږي.

که چيرې د فیسبوک یو کاروونکی پر دغه لېنک کلېک وکړي نو د هغې په نوم به دغه ویروس د نوموړي ټول ملګرو ته ولیږل شي او په دې طریقه سره به دغه ویروس ډیر سیسټمونه له منځه یوسي.

یو روسي ژورنالیست په دې اړه وویل:« په فیسبوک کې مې د خپل یو ملګری له لورې پیغام ورسید کله چې مې دغه پیغام باندې کلېک وکړ نو زما فیسبوک پاڼه جام پاتې شو او دغه پیغام زما له خوا زما ټول ملګرو ته واستول شو. بیا مې خپل ټول ملګرو ته پیغام واستوه تر څو زما غلطي تکرار نکړي.»

ځینې راپورونو پر بنسټ له دغه ویروس څخه اغیزمن شوي کاروونکي په دې اړه د فیسبوک مسولینو ته خبر ورکړی خو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام ندی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x