شعـــــرونه

په کاڼي کرښه – سید الهام

که بې وفا شولې او يار دي پريښود
زړګيه پوه سه چي لوى ښاردي پريښود

دغه خبره ده په کاڼي کرښه
آزار به نه شې که آزار دي پريښود

بيا به نو ښه ستاپه رضا روان وي
چي په اوش سپور سوې او مهار دي پريشود

نه غواړې بل څوک روغ پر لاره تير شي ؟
غلى شوې تيرلاره کي خاردي پريښود

کار دي کاوه معاش دي نه بس کيده
اوس به دي ښه بس سي چي کار دي پريښود

ماشوم بچى دي بې تعليمه لوى کړ
چي څوک به وچيچي تورماردي پريښود

دې ته ميړانه ويل کيږي کله
د پاک الله دښمن ته وار دي پريښود

له ورايه ښکاري چي تر ګران به رسې
ورپسې کور کلى ديار دي پريښود

د خداى په امر که الهامه ! نه ځې
لکه شکيدلې تسبيح تار دي پريښود
…..
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x