دیني، سیرت او تاریخ

د خدای په لار کې جهاد

لیکوال: سید ابوالعلی مودودي
ژباړن: محمدالله تبسم

د خدای په لار کې جهاد

په عمومي دول د جهاد د لفظ انګریزي ترجمه Holy War یا یو مقدس جنګ سره کیږي. او له دیرې اوږدې مودې راهېسې دا لفظ اوس د جوش او جذبې او جنون مترادف ګرځیدلې.

د جهاد انځور:

د جهاد د نوم له اورېدو سره د انسان په ذهن کې داسې یو انځور راځي چې د یو څو جذباتي ځوانانو یوه ډله ده او سلاح ګانې یې په لاسو کې اوچتې نیولي دي. اوږدې اوږدې ګیرې یې دي. او سرې سرې سترګې یې دي. او د الله اکبر نعرې په وهلو سره روان دي. چیرته چې کوم کافر ګوري نو نیسي یې او توره یې په ستوني ږدي چې ووایه کلمه کنه اوس به دې سر له تنې بیل کړم. د جهاد دښمنانو د جهاد دا تصویر په ډیر ماهرانه انداز جوړ کړی او ورسره یې لیکلي چې:
د وینې بوی راځي ددې خلکو له افسانو نه

د مغرب جنګ بازان:

د خندا خبره داده چې ددې تصویر جوړوونکي د مغرب هغه خلک دي چې خپله له پیړیو راپه دیخوا په یوه غیر مقدس جنګ کې لګیا دي. د هغوې تصویر داسې دی چې د واک او د اختیار وږي دي د هر قسمه اسلحو جوړونکي دي او غواړي چې په توله دنیا خپل واک قایم کړي. او هره خوا د تجارت د منډیانو، د ابادې جوګه زمکو، د معدنونو، او او د تېلو ساګانو پسې سرشاره ګرځي. تر څو د خپل حرص د همیشه لپاره د نه مړ کیدونکي اور لپاره لرګي پیدا کړي.

د هغوې جنګ د خدای په لار کې نه بلکې د خیټې او د نفس اماره په لاره کې دی. د هغوې لپاره په یوه قوم د حملې کولو لپاره همدا جواز کافي دی چې د هغوې د اوسیدو په زمکه کې کانونه وي. یا د ضرورت اجناس او تیل زیات پیدا کیږي. یا خپله زیاده ابادي هلته په اسانه نقل او د اوسېدو لپاره یې امکانات برابراولې شي. او د هغوې لپاره د قوم دومره ګناه هم بس ده چې هغوې په داسې یوه ځای کې اوسیږي چې ددوی د حملې مخه یې ډب کړې وي.

اسلامي دنیا ته خو دغه خلک صرف قیصې منسوبوي. لیکن ولې په اوسنې وخت کې د سترګو لیدلي حالم مطابق دځمکې داسې کومه حصه ده چې ددوی په دې غیر مقدس جنګ کې نه ده واقع. او نه ده زورول شوی.

لیکن د هغوې مهارت ډیر چالاک دی چې هغوې د جهاد داسې بد تصویر جوړ کړی چې ددوی دغه د وحشت تصویر یې شاته پټ کړی.
او د اسلامي دنیا ساده ګان هم عجیبه دي. چې د جهادد دښمنانو له خوا جوړ شوی دومره بد تصویر یې ولیده. نو د خپلې عقیدې له دې مهم رکن نه دومره وډار شول چې ددې تصویر په لیدو یې خپله د تصویر جوړوونکو هغه بد مخونه او تاریخي چل بازانې هیرې شوې. او په بخښنې او چاپلوسې یې شروع داسې وکړه.

چې جناب مونږ خو هم لکه ستاسې د مذهبي پاپانو او پادریانو غوندې امن غوښتونکي خلک یو. صرف د یوې عقیدې پرېښودل او بلې ته عقیدې ته رابلل مو وظیفه ده. زمونږ له سلاح سره هیڅ کار نشته. البته دومره اشتباه مو کله ناکله کړی چې که چا په مونږ حمله کړی نو خلکو ته مو دا یاداونه کړی چې باید دهغوې په خلاف قیام وکړي خو اوس به دا هم پریږدو. ستاسې د غوښتنې د پر ځای کولو په خاطر مونږ په خپلو ملکونو کې د اسلحې والا جهاد باندې پابندي هم ولګوو. او د خلکو ذهنونو ته ددې خبرې د رسولو هڅه وکړو چې اوس خو جهاد صرف د ژبې او د قلم د کوشش نوم دی. او اسلحه اخیستل او استعمالول صرف د هیوادونو د عساکرو کار دی.

د غلط فهمۍ اسباب :

خیر! دا خو د سیاسي حالاتو خبرې دي. لیکن له علمي او منطقي پلوه که مونږ د هغو اسبابو څیړنه کوو د کومو اسبابو په وجه چې د جهاد حقیقت درکول د کفارو لپاره نه بلکې د مسلمانانو لپاره هم یومشکل کار ګرځېدلې.

اوله اشتباه داده چې اسلام په هغه معنی یو مذهب پیژندل شوی په کومه معنی چې د مذهب لفظ په عمومي ډول استعمالیږي.

دویمه اشتباه داده چې مسلمانان صرف د هغسې قوم به نوم یادیږي یا پیژندل شوي لکه د نړی نور قومونه.

پورته دوو اشتباه ګانو نه صرف د جهاد بلکې د ټولې اسلامي دایرې نقشه غلطه او ګدوډه کړی ده. او د مسلمانانو حیثیت یې غلط ثابت کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x