په ننګرهار کي ناټو ته تیل وړونکي ۵ ټانکران سوځیدلي
نن ټکی آسیا: په ننګرهار په مرکز جلال اباد کي نن د ناټو د تیلو پنځه ټانکران وسوځیدل.
د تفصیلاتو سره سم نن له غرمي وروسته د طورخم- جلال اباد په لویه لاره د ګمرک ودانۍ ته نیژدې د تیلو د ټانکرانو په یو تم ځای کي اور ولګید چي له کبله يې پنځه ټانکران او یو بل لوی بار وړونکی موټر وسوځید.
ویل کیږی چي اور د جنراتور د ګرمېدو له کبله لګیدلی، ځکه چي په تم ځای کي یو موټر خراب سوی وو، او موټر چلوونکي یي غوښتل چي تیل يي بل ټانکر ته انتقال کړي، چي جنراتور ګرم سو، او تیلو اور ورسره واخیست.
د سیمي څخه امنیتي چارواکو ویلي چي په پيښه کي کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.