اشرف غني خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی!

لیکوال: ابوالیاس جهادوال

څه موده مخکې امريکايي ورځپاڼې، نيويارک ټايمز ليکلي وو، چې افغانان ډېر خوشباوره دي او ژر غولېږي، دغه خبره د ۱۳۹۳ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ثابته شوه، د کورنيو او بهرنيو رسنيو تبليغاتو او د اشرف غني شعارونو خلک دومره تر اغېزې لاندې راوستل چې حتی ډېری خلکو هغه د ميرويس خان او احمد شاه بابا په کتار کې راوست، « غني بابا» شو او د ده په واک کې يېد پر ځان بسيا، سوله ييز، پرمختللی او هوسا افغانستان خوبونه ليدل.

که څه هم په يوه اشغال شوي هېواد کې ټاکنې کوم ارزښت نه لري او د افغانستان د ټاکنو برخليک هم د امريکا په لاس کې وو، خو د ولسمشرۍ په دويم دور ټاکنو کې ډېری افغانانو ته داسې روحيه ورکړل شوه، چې ګواکي له غني سره به د افغانستان څلويښت کلنې ناخوالو په يوه ورځ پای ته ورسېږي، له وسله والو مخالفانو سره به سوله وشي، امنيت به ټينګ شي، اقتصاد به ورغيږي او هېواد به پر ځان بسيا شي.

دغو شعارونو ته په کتو محمد اشرف غني په کم وخت کې ډېر مينه وال پيدا کړل، عالمانو په جوماتونو، ښځو په کورونو او ځوانانو د ټولنيزو شبکو له لارې محمد اشرف غني په ګټه تبليغات کول، سوداګرو ورته په خپل مالي لګښت دفترونه پرانستل، شاعرانو ورته شعرونه وويل، ليکوالوانو  خپلو قلمي مبارزو ته زور وکړل او کارپوهانو او د نظر خاوندانو د رسنيو بازار تود وساته.  د دغو تبليغاتو په پايله کې په ډېر کم وخت کې په عامه اذهانو کې اشرف غني « غني بابا، د نړۍ ستر مفکر … » شو.
په پایله کې داسې زمينه سازي وشوه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې حتي د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې، زاړه، ځوانان او هغه ښځې چې حتی له خپلو کورنو څخه چا بهر نه وې ليدلې، اوسني ولسمشر ته د رأيې ورکونې په هدف له کورنو راووځي او د ټاکنيزو مرکزونو ته لاړې شي.

خو دا چې ټاکنې جنجالې شوې او د دغه بهير پايلې هم ورځ تر بلې ځنډېدې، د غني د پلويانو ګراف هم په راټيټيدو شو. هغو کسانو چې پخوا به يې په رسنيو، ټولنيزو شبکو او شخصي ناستو پاڅو کې د غني په ګټه تبليغات کول، اوس د هغه په سرسخته منتقدينو بدل شوي. او د « بابا او د نړۍ ستر متفکر» القابوځای  « هاشم ……. ، ګلبالي بولي ، ولسشرم … » نيولی دی.

دا چې کوم لاملونه وو چې د ولسمشر غني د ولسي ملاتړ کچه يې را ټېټه کړه، غواړم چې څو مواردو ته اشاره وکړم:

لومړی:  ولسمشر غني له دې امله د ډيرو په زړونو کې ځای نيولی وو، چې ويل يې معامله ګر نه دی، د قدرت په سر به له هيچا سره معامله ونه کړي. غله او داړه مارانو ته سزاء ورکوي، فساد به ختموي او د هېواد اقتصاد به رغوي. خو کله چې د ټاکنو بهير جنجالي شو او ډاکټر عبدالله عبدالله د موازي حکومت ګواښ وکړ، نوموړي پرته له دې چې ملت ته مراجعه وکړي او د خلکو له رأيو نه دفاع وکړي، د امريکا متحده ايالتونو مداخلې ته يې لبيک ووايه او د ملي يووالي په نوم حکومت په جوړولو سره يې خپل ټاکنيز سيال سره د قدرت پر سر معامله وکړه چې دا دی کابو درې مياشتې کېږي چې لا تراوسه د قدرت په وېش نه سره جوړېږي او په نه دی توانيدلی چې نوې کابينه د باور رأيو اخېستلو له پاره پارلمان ته ور وپېژني چې  په دې کار سره يې د خلکو ټولې هغه هيلې په اوبو لاهو کړې چې په هېواد کې د قانون حاکميت، اقتصادي ودې، پر ځان بسياينې او له فساد څخه د پاک افغانستان د جوړيدو له پاره درلودې.

دويم: د ولسمشر دويم شعار دا وو چې په هېواد کې به سوله راولي، له وسله والو مخالفانو سره به سوله کوي او د جګړې ټغر به له هېواده ټولوي. خو د واک په درېيمه ورځ يې له ناټو او امريکا سره د امنيتي تړونونو په لاسليک سره په هېواد کې د جګړې دوام تضمين کړ او په دې کار سره يې خپلو وسلوالو مخالفانو ته د جګړې د دوام بهانه برابره کړي. چې په پايله کې  هغوی خپلو بريدونو ته د پخوا په پرتله نور هم زور ورکړ او دا  دی د هېواد مرکز او ولايتونه هره ورځ د جګړو، چاودنو او سرتيرو بريدونو شاهد وي.

درېيم: ولسمشر غني د ټاکنيزو مبارزو پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د ممبر او ارګ تر منځ واټن به لنډوي او اسلامي احکام به پلي کوي او همدارنګه د افغانستان ملي ارزښتونو ته درناوی کوي.خو دا چې ميرمينې يې له فرانس پريس خبري آژانس سره په مرکه کې له حجاب سره خپل مخالفت څرګند کړ او له بي بي سي سره يې په مرکه کېپر خپل مسيحت باندې اعتراف وکړ.همداشان د احوالو د ثبت قانون په توشيح سره يې چې پر بنسټ يې افغانانو په تابعيت تذکرو کې د « افغان » کلمه نه ليدل کيدل کېږي، په عامه افکار کې يې د ده  د افغانيت او اسلاميت په اړه هم يو لړ شکونه راپيدا کړل.

څلورم:  که څه افغانان له بهرنيو اشغالګرو سره سخت حساسیت لري او د امريکايانو له اشغال سره له لومړۍ ورځې مخالف وو، چې د دغو ځواکونو له خوا ملکي وژنو دغه حساسيت نور هم پراخ کړ اوډېری خلک له  بهرنيو ځواکونو او افغان دولت سره د وسله وال مخالفت په بريد کې ودرول، خو د قربانيانو له کورنيو سره د  پخواني ولسمشر کرزي غمشريکي او د هغه له خوا د دا ډول بريدونو غندل تر يوه حدی  د افغانانو دردونه تسکينول، خو د ولسمشر په توګه د اشرف غني له ټاکل کيدو وروسته د ملکي قربانيانو پر وړاندې دوه مخی چلند کېږي، د وسله والو مخالفانو په بريدونو کې د ملکي تلفاتو له قربانيانو سره غواخوږی کېږي او په اړه يې د غندنې اعلاميې خپرېږي خو د امريکايي ځواکونو له خوا پر ملکي تلفاتو سترګې پټېږي او حتی يو عادي غبرګون هم ورباندې نه ښودل کېږي چې ښې بېلګې يې په لغمان کې د امريکايی ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ښځو وژل کيدل، په خوست کې د قومي مشرانو وژنه او د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي د زده کوونکيو شهادت دی، چې تر اوسه پورې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ور باندې غوږونه کاڼه کړي دي.

هغه دد خدای بښلي مولوي صاحب محمد يونس خالص خبره « افغانان د شاتو مچيو حيثيت لري که څوک يې پالنه وکړي، نو شات ورکوي او که څوک يې آزار کړي، چيچي يې» نو که چېرې د ولسمشر غني دغه سياستونه دوام وکړي، لېرې نه ده چې دی به هم د نورو هغو پردي پالو چارواکيو په برخليک اخته شي چې د خداي جل جلاله او افغان ولس  پر ځان يې پر شورويانو، انګريزانو او مريکايانو اتکاء درلوده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د