افغانستان

ولسي جرګه: د بريښنايي تذکرو قانون د تعدیل په اړه را روانه اونۍ بحث کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې یو شمېر غړي په نويو بريښنايي تذکرو کې د تعدیل وړاندیز کړی.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن /چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه/ وویل چې شلو تنو وکیلانو د بريښنايي تذکرو قانون په دوو مادو کې د تعدیل وړاندیز کړی.

د یادې جرګې یو شمېر غړو نن په یوې ناسته کې ټینګار وکړ چې هرو مرو دې د تذکرو د قانون تعدیل دې په اجنډا کې شامل شي خو ددغې جرګې رییس وویل چې دغه قانون اوسمهال په ستره محکمه کې تر بحث لاندې دی او دوی نشي کولای په اجنډا کې یې شامل کړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له ټينګار وروسته ابراهيمي وويل چې د جرګې د کورني امنيت او د تقنين کمېسيونونه دې د يادو مادو د تعديل طرحه برابره کړي او په عمومي غونډه کې د بحث لپاره دې د جرګې د رييسانو کمېټې ته وړاندې کړي، تر څو په اجنډا کې شامل شي .

ابراهیمي زياته کړه، په راتلونکې اوونۍ کې به د برېښنايي تذکرو د قانون د دوو مادو پر تعديل جرګه بحث وکړي .

تر دې وړاندې د نفوسو د احول ثبت قانون چې له مخې به یې په تذکره کې دین او هویت نه ذکر کیږي، ولسي جرګې تصویب کړی و.

هغه مهال هم د ولسي جرګې یو شمېر غړو ددغه قانون چې له مخې به یې په تذکرو کې هویت او دین نه ذکر کیږي سخت غبرګون ښوولی و.

د الیکترونیکي تذکرو د قانون مصوبه د ملي شورا له تصويب وروسته د روان کال د لېندۍ په ٩مه د ولسمشر اشرف غني له خوا توشېح شوه.

برېښنايي پېژندپاڼې ولسي جرګې داسې تصویب کړې چې نه به د اسلام یادونه کېږي او نه هم د ملي هویت (افغان) چې د پېژندپاڼو دغسې بڼې د افغانانو اندېښنې راوپارولې. وروسته اسلام ورزیات شو؛ خو افغانیت لا هم نه و ذکر شوی.
د مدني ټولنو ځینو فعالینو او فرهنګیانو په دې اړه ولسمشر سره کتنه کړې وه. ویل کېږي چې ولسمشر اوس په دغه بڼه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړئ ځنډولې ده.

له افغانیت پرته بېژندپاڼو د په ولسي کچه د اشرف غني ملي احساس زیانمن کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیز

زما په فکر پاکستان غواری چی ملا فضل االله د افغانستان ځخه واخلی او له پاکستانی طالبانو سره یو معامله وکری چی هغه بیرته پاکستانی طالبانو ته وسپاری او ورته ووایی چی نور به په پاکستان کی خپلی حملی نه کوی .

عزیز لعلی غزنی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x