افغانستان

د ګډ حکومت مشرانو د افغانستان د تجزیې پلان جوړونکي امریکايي سناتور سره وکتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د تجزیې د پلان بنسټګر امریکايي سناتور چې د مخکني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې یې افغانستان ته پر راتګ باندي بندیز لګېدلی و، کابل ته راغلی او د ګډ حکومت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله سر تر کتلو وروسته یې نن د ولسمشر اشرف غني سره هم وکتل.

دغه امریکايي سناتور چې ډانا رورابکر نومیږي، د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو مشر دی او د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د افغانستان د ټولو مسایلو یوازنی حل د افغانستان تجزیه او د وروڼو قومونو ترمنځ بېلتون بولي. نوموړي په دې اند دی، چې افغانستان باید له تجزيې وروسته په څو فیډرالي ریاستونو وویشل شي، تر څو پکي د امنیت تامین اسانه شي او د ده په اصطلاح ټولو قومونو ته مساوي حقوق ورسیږي.

نوموړي په همدې پلان باندي څه موده وړاندې د بحث په خاطر د اوسني حکومت لومړی مرستیال جنرال دوستم او د شمال ټلوالي نور مشران جرمني ته ور بللي ول او په دې اړه یې د جرمني په مونشن ښار کې یوه پراخه غونډه جوړه کړې وه، چې پکي د هغه وخت د ملي جبهې مشر احمد ضیاء مسعود او د شمال ټلوالې نورو مشرانو هم ګډون کړی وو.

ډانا رورابکر په کال ۲۰۱۲ کې غوښتل چې افغانستان ته راشي او خپل د پلان په اړه په کابل کې پراخه غونډه جوړه کړې، خو نوموړي ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له خوا ویزه ورنه کړله شوه او له همدې امله نوموړی په دبۍ کې ایسار شو او هلته یې د ملي جبهي مشران ور وغوښتل او د هغوی سره یې مجلس وکړ.

نوموړی د حامد کرزي د حکومت د سختو منتقدینو څخه وو او تل به یې پر حامد کرزي نېوکه کوله، چې د افغانستان لپاره موزون شخصیت نه دی.
ډانا رورابکر څخه د اوسني ګډ حکومت په وخت کې نه یوازي هغه بندیز پورته شوی، بلکي د ګډ حکومت د دواړو مشرانو سره یې جلا جلا لیدني هم کړي او لومړی پیل یې هم له اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله کړی.

د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رئیس په ارګ کې د یو شمېر سناتورانو سره وکتل، او د هغوی سره د اوسني حکومت په ملاتړ، اقتصادي مرستو، د افغانستان سره د امریکا د مرستو، سولي بهیر، سیمه ایزو همکاریو او د امریکا سره د اړیکو د لا زیاتولو په اړه خبري وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سناتورانو د ګډ حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان وکړ، او ویې وېل چې دوی به د حکومت سره تر هغو خپل ملاتړ کوي تر څو خپل اوږد مهاله موخو ته رسیدلي نه وي.

Ghani-Rorabaker-2

نوموړي دا نه دي ویلي چې هغه اوږد مهاله موخي څه دي، خو دغه امریکايي سناتور وروسته تر هغه په افغانستان کې زیات وپيژندل شو، کله چې نوموړي د امریکا حکومت ته مشوره ورکړه چې داسي یو پلان ګزاري دي وکړي چې له کبله یې افغانستان په شمال او جنوب او نورو ټوټو سره وویشل شي، او په همدې موخه یې په جرمني کي یوه غونډه را بللې وه، چې د اوسني حکومت مرستیال جنرال دوستم، محقق، ضیاء مسعود او د شمالي ټلوالي ځینو نورو مخورو پکي د ملي جبهې تر چتر لاندي ګډون کړی وو.

ډانا رورابکر اوس په کابل کې دی او د پخوانۍ ملي جبهې هغه مشران چې د نوموړي سره به یې د افغانستان پر ځای په جرمني او دبۍ کې لیدل، اوس په خلاص مټ ورسره په کابل کې لیدنې کتنې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x