د پیښور د پیښې په اړه د افغان طالبانو د غبرګون ارزونه

لیکوال: مسلم خېل

د تیرې سه شنبې په ورځ په پیښور ښار ورسک روډ باندې یو شمیر مسلح کسان د آرمي پبلک سکول په نامه ښوونځي ته ننوتل، اوتر ۱۳۰ زیات زده کوونکي یي ووژل .

دا  برید د وژنې د ډول ، دتلفاتو دډیروالي او د پیښې د قربانیانو دعمرونو دکموالي له اړخه بی ساری و،د برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو هغې انشعابي ډلې په غاړه واخیست چې په مومندو ایجنسۍ کې فعالیت کوي،خو د وزیرستان طالبان د پیښې په تړاو چوپ پاته شول .

د پیښې په اړه ویل کیږي چې زیاتره په کې د اتم او نهم صنفونو زده کوونکي په نښه شوي دي،په عادي حالاتو کې ماشومان په څلور یا پنځه کلنۍ کې زده کړې پیلوي،چې تر اتم صنفه د رسیدو سره یي شاید عمرونه  ۱۲ یا ۱۵ کلونو ته ورسیږي،که دا خبره سمه وي نو ویلی شو چې په پیښه کې ګڼ شمیر نابالغه یا مراهق ماشومان په قصدي  توګه وژل شوي دي، سره له دې چې د پاکستان په آرمي پبلک سکولونو کې تر نیمایي زیات د برحاله پوځیانو زامن زده کړي کوي او پاتې نور یي عام زده کوونکي وي،خو که  هرڅوک وي شریعت په جګړه کې د نابالغه کسانو،سپین ږیرو او غیرمحاربو ښځو د وژنې اجازه نه ورکوي.

دا چې د پاکستاني طالبانو تحریک چې دپیښې مسؤلیت یي منلی له افغان طالبانو نه په الهام رامنځته شوی او اوس هم ځانونه د ملامحمد عمر مجاهد پیروان بولي،ددې پیښې شرعي او اخلاقي مسؤلیت یوه نوع افغان طالبانو ته هم راجع و، دا چې رسنیو دې پیښې ته فوق العاده هوا ورکړه او په نړیواله او سیمه ایزه کچه منظمه هڅه پیل شوه چې له دې پیښې دټولو طالبانو د بدنامۍ لپاره استفاده وکړي، افغان طالبان هم شرعا او هم دخپلې وجهې د ساتلو او حیثیت د خونديتوب لپاره مجبور و، چې له دا ډول کړنو څخه خپله بیزاري اعلان کړي .

نن سبا په نړۍ کې خورا ډيرې ډلې ځانونه  دافغانستان طالبانو ته منسوبوي  او ملا محمد عمر ته خپل عقیدت وړاندې کوي، دبیلګې په توګه پاکستاني طالبان، فلسطیني طالبان دصومالیا او نایجیریا طالبان او داسې نورې ډلې،دا چې ددغو ډلو له نامه سره د طالبان وروستاړی تړلی دی، نو دهمدې ډلو هر ډول ناوړه اعمال مخامخ د افغان طالبانو دبدنامۍ سبب ګرځي  او دامسئله اوس دافغانستان طالبانو ته  چې په معاصرو جهادي ډلو کې ترټولو منظم ، متحد او منسجم تحریک دی په یوه جنجال اوښتې ده ، افغان طالبان دا کولای شي چې خپل تر لاس لاندې افراد له ناوړه کړنو راوګرځوي اما دا نه شي کولای هره ورځ له هغه کړنو ځان سپین او بريئ کړي چې د سیمې او نړۍ په کچه دطالبانو په نامه ترسره کیږي .

د افغانستان طالبانو په خپلو اصولو کې ددښمن د افرادو سرغوڅول منع اعلان کړي او هیڅ مجاهد نه شي کولای په چاړه له دښمن څخه سر غوڅ کړي،خو په باجوړ کې دطالبانو په نامه یوه ډله نه یوازې له انسانانو سرونه غوڅوي بلکې په غوڅو شویو سرونو یي د فوټ بال لوبه هم کوي او ویډیو یي نړۍ ته وړاندې کوي .

د افغانستان طالبان که غواړي د بې جلبه کسانو  د ناوړه کړنو قرباني نه شي باید د پیښور د پیښې غوندې په صراحت او جرأت له داسې کړنو څخه برأت اعلان کړي ، او اولس ته خپل مخ سپین کړي .

دا خبره ځکه ضروري دي، چې له علامو داسې ښکاري چې د سیمې او نړۍ په سطحې ځیني جهادي هڅې په فتنو او خپله مسلمانانو ته په ناسور بدلیدونکي دي ،د بادرکه او باعلمه قیادت نه شتون، دکفارو دسیسې،د جهادي ډلو ډیرښت ، تفرق او خپل منځي رقابتونه، مذهبي اختلافات او د خیټې اجتهادات،د تجربې نشتوالی او ګڼ نور هغه عوامل دي، چې ځیني جهادي فعالین یي په خورا خطرناکو او ناوړه لارو سر کړي دي،تردې چې دخپلې جهادي تګلارې او قتال په کار کې هیڅ ډول اصولو او شرعي کرښو ته اعتناء نلري .

په داسې ګلګلمیري کې که د نورو اصلاح له توانه وتلي وي، په دې خو هره ډله  قدرت لري چې خپلو کړنو ته  توجه وکړي او له  ناوړه ، نفرت انګیزه او زیانباره کړنو څخه ځان وساتي .

د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک چې دنورو جهادي ډلو لپاره یوه نمونه ده، باید خپل دریځ او کردار ته ډیر متوجه واوسي،د دوی هره کړنه  او موقف د نورو لپاره د پالیسۍ حیثیت لري او که خدای مکړه دغه مالګه هم بې مالګې شي بیا به نو جهاد رښتیا یوازې په ترهه خپرولو واوړي .

زما په نظر خو دافغانستان دطالبانواسلامي تحریک لکه څنګه چې دخپلو مجاهدینو له ناوړه کړنوڅخه همیشه بیزاري اعلانوي او تقبیحوي یې، دغسې باید د نورو ډلو له هغو کړنو هم بیزاري اعلان کړي چې ورسره ددوی عامه محبوبیت او اعتبار ته زیان رسیږي او د مسلمان امت له نفرت سره مخامخ کیږي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
adnan
میلمه
adnan

تاسو يي جه أفغاني ماشومان وزني نو كومه فروا نه لري خو كه بل جا ووزل نو بيا يي غندي عجيبه انصاف دي ؟؟؟؟؟؟؟

zaman
میلمه
zaman

دا ماته مخکی هم معلومه وه چی تاسی ازاد او بی طرفه نه ياست.خو اوس دا راته ښه په ډاګه شوه چی نن ټکی اسيا نه يوازی چی بی طرفه نه ده.بلکی د ای اسی ای غلامه او ګوډاګی سيټ دی لعنت دی وی په تاسو ولی چی په پښتو خبری او ليکنی کوی.او د الله ج د در بار نه تاسو ټولو ته دجهنم لویه غواړم.

hamid
میلمه
hamid

دپنجابی استعماردملافه تیرشوی مبارک گوزارخورا خوندور گوزارو.افغانی طالبانو یی زکه غندنه وکره چی دوی دخفل حامی زواک فه وحشت فوه دی .دمجاهدینودابالمثله بریدنه یوازی چی جوازلری بلکی دادبنوقریظه قبیلی فه خلاف دنبوی سنتواحیاهم ده

ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

حامده . د الله عزوجل نه ويريزه . له زان خبري مكوه او مه هم دحديث تطبيق دخبل زان سخه كوه . بني قريظه وه باندي جي كله حمله كيده هغوي كي كلمه ويونكي بيخي نه وه اوبل درسول الله عليه سلم امر وه .نو كداسي وي زلي رسول الله صلي الله عليه وسلم دموته غزا كي لشكر ته نصيحت وكر جي مشا مان او بو دا كان زنا نه او حتي راهبان جي بيخي اسلام مني هم نه او دخبل دين عبادت كوي مه وزني . ولي به توله دنيا كي نن دا عمل هر جا وغندل كا فر… نور لوستل »

hamid
میلمه
hamid

له حالاتوناخبره ابن شهیدین !!! ته فه قبایلوکی له بل شوی اوراوددی فه پایله کی دمجاهدینودکورنیودماشومانواوماندینو له تلفاتوسخه ناخبره چرته دپنجابی استعمارترسلطی لاندی ژوندکوی.دابلمثله عمل دی اوشریعت کی ددی جوازشته ته چی ورته ناجایزه وایی دایاکتمان دحق کوی اویادفضول شیطان فه سیرعلماءسوءسخه اغیزمن یی .احزروعن غضب الله