افغانستان

نبيل: په شته وسايلو طالبانو سره د جګړې توان نه لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل وايي، چې د کابل ښار شاوخوا سيمو کې طالبان ۱۰۷ خوندي مرکزونه لري او دوی طالبانو سره د مقابلې او د دوی د بريدونو د مخنيوي لپاره لازم تجهيزات او وسايل نه لري.

ښاغلي نبيل دا څرګندونې نن کابل کې د ولسي جرګې د وکېلانو ترخو او توندو سوالونو ته د ځواب په ترڅ کې وکړې.

پلازمېنه کابل، د کونړ دانګام او د هېواد لروبر کې د طالبانو د ورستيو بريدونو او چاودنو په غبرګون کې ولسي جرګې نن د درې واړو امنيتي ارګانونو «دفاع، کورنيو چارو او ملي امنيت»سرپرست مشران احضار کړي ول او د هېواد د امنيتي ستونزو په اړه يې ترې ترخې او توندې پوښتنې وکړې.

ښاغلي نبيل ولسي جرګې ته وويل، چې دوی طالبانو سره د مقابلې او د هغوی د بريدونو او چاودنو د مخنيوي لپاره مناسب او وړ وسايل نه لري او د دوی وس او توان همدومره دی، چې څه يې کړي دي او له دې زیات څه یې په توان کې نشته.

ولسي جرګې له خوا د کونړ د دانګام ولسوالۍ درې ورځنۍ پرله پسې خونړۍ جګړه کې د ناکامۍ او مرګ ژوبلې په اړه د سوال په ځواب کې رحمت الله نبيل زياته کړه: «دانګام کې د وسله والو مخالفينو د مخنيوي او د هغوی د ځپلو لپاره تجهيزات نه لري او دوی نه شي کولاي، چې په دغو وسايلو طالبانو ته ماتې ورکړي.»

نبيل وويل، چې له درې ورځو د جنګي الوتکو غوښتنه کوي، مګر دوی الوتکې نه لري، چې بمبارد وکړي او يا هم عسکر کښته کړي او د ځمکې له لارې دوی د طالبانو د مقابلې توان نه لري.

پلازمېنه کابل کې د چاودنو او نا امنيو په اړه د سوالونو په ځواب کې د ملي امنيت سرپرست ريس ګڼو لاملونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د دوی د معلوماتو له مخې طالبان د کابل شاوخوا سيمو کې ۱۰۷ خوندي مرکزونه لري او د دې تر څنګ په کابل کې له سلو زياتې ناقانونه وسله والې ډلې فعاليتونه کوي او په ګڼو جرمونو کې لاس لري.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل د ۲۶ دروازو څخه يوازې څلور يې د امنيتي ارګانونو له خوا اداره کيږي او پاتې ۲۲ دروازې د مخالفينو پر مخ خلاصې دي او هر وخت چې وغواړي، کابل ته داخلېدای شي او کومو دروازو کې، چې دوی د سکن ماشينونه لګولي، له څلور ويشت ساعتونو څخه يوازې يو ساعت چالان وي او مسؤولين د پاتې درويشتو ساعتونو تېل غلا کوي او ماشين نه وي چالان.

ښاغلي نبيل پلازمينه کابل کې د نا امنيو د زياتوالي لاملونو ته په اشارې وويل، چې کابل کې اتيا سلنه موټر د اشخاصو پر ځای د بېلابېلو شرکتونو په نوم دي او همدا رنګه د زورواکانو او نامسؤولو وسله‌والو سلګونو مرمۍ ضد موټر له اسنادو پرته کښته پورته ګرځي او په ډېر نا امنيو کې لاس لري.

د ملي امنيت سرپرست ريس د ګډ حکومت په مشرانو هم نيوکه وکړه، چې هېوادوال په وينو کې لت پت دي او د هېواد مشران مو د کابينې په جوړولو نه سره جوړيږي.

نبيل وويل، چې دوی لازمه بوديجه نه لري، چې خپل کارګران او اداره پرې قوي کړي او تر اوسه هم افغانستان قوي ستراتيژي نه ده جوړه کړې، چې د هېواد امنيتي چارې په کومه طريقه سمبال کړي او که امنيتي چارې مو همداسې روانې وي، نو په لنډ وخت کې د امنيت راوستل ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

Back to top button