افغانستان

طالبان وايي د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې پراخ عملیات پیل کړی دي

Hilmand_lashkergah_blastدهلمند ولایت نه په ورکړل شویو راپورونو کي طالبانو ویلی چي تیره شپه دوی دهلمند په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دبهرنیو او افغان ځواکونو پر خلاف پراخ عملیات پیل کړي، چي اوس لا هم دوام لري، د هلمند څخه سیمیزو چارواکو ځینی پيښي منلي خو د مرګ ژوبلي په اړه يي د طالبانو خبرونه رد کړي دي، په دې اړه طالبانو یو مفصل راپور خپور کړی دی، چي دنن ټکی اسیا دمینوالو د لازیاتو معلوماتو لپاره یې کټ مټ خپروو.

دهلمندپه مرکز او ولسوالیو کې پردښمن دپیل شويو عملیاتوتازه حال شیبه په شیبه

دهلمند ولایت نه دمسؤلومجاهدینو له لوري په رالیږل شوي خبر کې راغلي چې تیره شپه دیوه پوځی پلان او تکتیک لمخي دهلمند ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې داشغالګرو ځواکونو او دګوډاګیو عسکرو په پوځي مرکزونو ،قرارګاو ،پوځي کاروانونواو پلیو ګزمو باندي دمجاهدینو له لوري په یوه وخت تهاجمي حملې پيل شوې ،ولایت ورغلې ټولې لوې لاري دمجاهدینو په کنترول کې .

عملیات چې دشپې پیل شوي تراوس ۱۰ بجو پوري په خورا شدت روان دي ،تراوسه پوري له ټوله هلمنده دمخامخ وسلوالوبریدونو ،بمي بریدونو او راکیټي حملو د۱۹ کامیابو بریدونو خبر ورکړل شوی چې له په هره برخه کې یې دښمن ته دسر او مال درانه تلفات اړولي ،دتیرې شپې له پیله تراوسه پوري دعملیاتو دجریان لنډ راپور په لاندي ډو ل دي :

له هلمند نه رارسیدلي خبرونه وايي چې له سهار ه تراوسه پورې دګریشک ولسوالۍ دیخچال او شوراب په سیمه کې دکندهار –هرات لویه لار دترافیکو پرمخ تړل شوې ددښمن دپوځي کاروانونو دتیریدو مخه ډب شوې،دلارې دواړو غاړو ته ددښمن ګڼ شمیر موټر ولاړ دي خو دپرمختګ مخه یې نیول شوې.

دلشګرګاه مرکز ته څیرمه دصافیانو دخروټو کلي ته نژدې دسهار پر نهو بجو دپولیسو پر پلې ګزمه برید وشوچې درې پولیس په ډزو وویشتل شول او ځاي پرځاي ووژل شول

دګریشک داوپاشک دمسجد په سیمه کې دهرات – کندهار لویه لار دمجاهدینو له لوري تړل شوي ،ددې لارې دخلاصولو لپاره دولایت له مرکز لښګرګاه نه ددښمن یو لوي پوځي کاروان سیمې ته راغي چې هدف ته تررسیدو وړاندي دمجاهدینو تربرید لاندي راغي ،وروسته خونړۍ جګړه پیل شوه ،ددښمن عسکر په شاوتمبول شول ،دتلفاتو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

دکجکي ولسوالۍ مرکز ته څیرمه دخارجي ځواکونو پر پوځي مرکز وسلوال تهاجمي بریدونه ترسره شول ،په جګړه کې دښمن ته داوښتې زیان په اړه لا تراوسه معلومات نه دی په ډاګه شوي

دسنګین په سروان کلا کې دامریکايي ځواکونو پر ۸قرارګاوو پراخ وسلوال بریدونه پیل شوي چې دسهار ترنهو بجو یې په مسلسل ډول دوام درلود ،په دې پیښه کې خارجي ځواکونو ته داوښتې زیان په اړه به جزیات وروسته خپاره شي.

په هلمند کې دامریکایي ځواکونو ترټولو پر لوي مرکز دشورآب په هوايي ډګر ۱۵ توغندي وار شول خبرزیاتوي توغندي اکثرپه هدف لګیدلي خو دتلفاتو په اړه یې دقیقه شمیره نه ده څرګنده شوې

دتیرې شپې دعملیاتو په نتیجه کې چې دمجاهدینوله لوري دامریکايي ځواکونو پر مرکزونو ترسره شول ،دښمن دلښکرګاه ښار ته نژدې دباباجي دتوغي په سیمه کې له خپلو دوو قرارګاوو تښتیدلي ،عسکریې دچورلکو په مټ له سیمې ایستلي دي.

دسنګین ولسوالي بازار ته نژدې دامریکايي ځواکونو پر دریو مرکزونو سهار وختي په یوه وخت پراخ بریدونه ترسره شول ،چې له امله یې دښمن ته دسر درانه تلفات واوښتل ،خبرزیاتوي عملیاتو درې ساعته دوام درلود

دلښګرګاه په مرکز کې واقع امریکایي ځواکونو دپي ار ټي په مرکز دوه نور توغندی وار شول ،تردې وړاندي هم په یاد مرکز ګن شمیر توغندی وار شوي وو.

تازه خبر وایي دسنګین بازار ته نژدې دخارجي او داخلي عسکرو پر پوستو دمجاهدینو له لوري دسهار پر اته بجوپه یوه وخت بریدونه پیل شوتراوسه لس نیموبجو پوري لا دوام لري ،خبر زیاتوي په بریدونو کې ددښمن دپوستو ودانیو ته دپام وړ زیان اوښتي خو دځاني تلفاتو راپور نه دي ورکړل شوی.

له نادعلی ولسوالي نه هم دیوې درنې جګړې خبر ورکړل شو،دنوموړي ولسوالي چې دولایت دمرکز لښګرګاه په پنځلس کیلو متري کې پرته ده ،دولسوالي په مرکز او مربوطو پوستو په یوه وخت بریدونه ترسره شول،خبرزیاتوي بریدونه چې سهار وختي پیل شوي تراوس لسو بجو پوري لا دوام لري ،دښمن ته داوښتوزیانونوپه اړه معلومات نه دي ورکړل شوي

دلښګرګاه مرکز ته څیرمه دسرحدي پولیسودقومندان الله نور پر قرارګاه دسپکو او درنو وسلو برید ترسره شو،خبر زیاتوي دقرارګاه په منځ کې یو توغندی لګیدلی چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x