افغانستان

پاکستان له ګډ حکومته ملا فضل الله غوښتی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د پېښور له برید یوه ورځ وروسته د پاکستان لوی درستیز او ای ایس ای مشر د یو لوړ پوړي پلاوي سره ګډ په ناڅاپي سفر کابل ته راغلل او د ګډحکومت مشر ډاکتر اشرف غني، د ایساف ځواکونو قومندان جنرال جان کمپل او نورو چارواکو سره وکتل.

جنرال راحیل شریف نن په پېښور کې د نوازشریف په مشرۍ د پارلماني او پوځي مشرانو سره تر ناستې وروسته په ناڅاپي ډول له یو لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغی.

ګډ حکومت مشرانو او پاکستاني چارواکو نن د ایساف د قومندان جنرال جان کمپل په مخکې ولیدل او خبرې وکړې.

څو اونۍ وړاندې امریکايي ځواکونو د پاکستاني طالبانو یو مشر لطیف الله محسود پاکستان ته وسپاره. لطیف الله محسود افغان ځواکونو نیولی و، چې کابل ته پر لاره ترې امریکايي ځواکونو په زور واخېست او وروسته يې د ګډحکومت په ناخبرۍ کې پاکستان ته وسپاره.

MullahFazlullah
د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله

پاکستاني رسنۍ ډان د یوې موثقې سرچېنې له قوله لیکلي چې د پاکستان لوی درستیز د افغان چارواکو څخه د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله د سپارلو غوښتنه کړې.

پاکستان ادعا کوي چې ملافضل الله په افغانستان کې پټ دی خو افغان حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

دوی همدا راز وايي چې په پاکستان کې د زیاتره بریدونو پلان په افغانستان کې نیول کیږي او ښايي د دغه برید پلان جوړونکي افغانستان کې پټ وي.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جنرال راحیل شریف سره په دغه لیدنه کې ولسمشر غني د ګډحکومت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د پېښور برید په کلکو ټکو وغانده او ځان یې له پاکستان سره په دغه «غم کې شریک وګاڼه».

اشرف غني ویلي چې په پېښور کې په زده کوونکو برید په حقیقت کې په افغانستان، مسلمانانو او په ټول بشریت برید و.

ولسمشر د پکتیکا، استقلال لیسې او د پېښور د برید عاملین یو بللي دي.

جنرال راحیل شریف سره په دغه لیدنه کې اشرف غني ویلي چې افغانستان او پاکستان باید په ريښتیني او موثره توګه په ګډه د «ترهګرۍ او افراطیت» پر ضد مبارزه وکړي.

نوموړي دې ته تیاری ښودلی چې له پاکستان سره به په ګډه د افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د «ترهګرۍ او افراطیبت پر ضد جدي اقدامات وکړي».

په دغه لیدنه کې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف ویلي چې دوی به د پېښور د پېښې عاملین ژر ونیسي او محاکمه به یې کړي.

نوموړي ویلي چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه د «ترهګرۍ د مخنیوي په خاطر» د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید جدي قدمونه پورته کړي.

که څه هم پاکستاني رسنۍ وايي چې پاکستاني لوړ پوړي پلاوي له افغانستان څخه غوښتي چې د پاکستاني طالبانو یو مشر ملا فضل الله ور وسپاري.

خو د ارګ په اعلامیه کې د ملافضل الله سپارلو په اړه یادونه نه ده شوې او لا هم څرګنده نه ده چې د ملا فضل الله غوښتنه له نورو چارواکو شوې او که له مخامخ له اشرف غني شوې، رسنیو ته نه ده راویستل شوې.

د پاکستان د پوځ، ای ایس ای مشران او نور پاکستاني لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې یوه ورځ وړاندې په پېښور ښار کې د پوځ په یوه ښوونځي پاکستاني طالبانو برید وکړ چې په ترڅ کې يې ۱۴۴ کسان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x