پاکستان له نیوزیلینډ څخه سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې نیوزیلینډ پاکستان ته په ۷ منډو ماتې ورکولو سره د سیالیو دغه لړۍ ۲-۲ سره مساوي کړه.

دغې لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ لوبډلې لومړۍ توپ وهنې سره یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۹ منډې جوړې کړې او پاکستاني لوبډلې ته يي د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلینډ لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه ویلیمسن ۱۲۳، ګپټېل ۵۸ او براونلي ۴۸ منډو جوړولو سره وکړه.

د پاکستان لپاره محمد عرفان دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونکی ثابت شو.

په ځوابي توپ وهنه کې پاکستان ټاکل شوي اورونو پوره کیدو سره په ۸ ویکټو ۲۹۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۷ منډو وبایلله.

د پاکستان لپاره غوره توپ وهنه یونس خان ۱۰۳، شاهد افریدي چټک ۴۹ او ناصر جمشید ۳۰ منډو جوړولو سره وکړه.

نیوزیلینډ لپاره ویټوري ۳ ویکټې اخیستلو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د نیوزیلینډ بریا سره د سیالیو دغه لړۍ ۲-۲ سره مساوي شوه. د دغو سیالیو پایلوبه به د جمعې په ورځ ترسره کیږي چې د پایلوبې ګټونکی به د لوبې دغې لړۍ ګټونکی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د