نړۍ

عمران خان د حکومت ضد څلورمیاشتیني لاریون پای ته رسولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان یو سیاستوال، د انصفا ګوند مشر او پخوانی کرکټ لوبغاړی عمران خان د امنیتي لاملونو له کبله خپل څلورمیاشتینی اوږد لاریون پای ته ورسولو.

عمران خان د روان کال د اګست پر ۱۴مه د نوازشریف د حکومت پر ضد د «ازادۍ» لاریون پیل کړ. نوموړي د نوازشریف حکومت باندې تور لګولو چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې او لومړي وزارت ته په درغلۍ رسېدلی.imran khan

عمران خان نن چهارشنبه د پاکستان د سیاسي ګوندونو په کنفرانس کې د ګډون وروسته د اسلام اباد په ډي چوک (ډي څلور لاري) خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې نواز شریف ته یې ویلي د «ترهګرۍ په پای ته رسولو کې يې پوره ملاتړ کوي».

عمران خان هر ماښام خپلو پلویانو ته د پاکستان د پارلمان مخې ته وینا کوي. نوموړی نوازشریف پر هره وینا کې لومړی وزیر نوازشریف باندې نیوکې کوي او حکومت يې درغل بولي.

عمران خان چې نن په پېښور کې د نوازشریف سره څنګ په څنګ ناست و، خپلو پلویانو ته ویلي چې د حکومت د رويې له کبله د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف له لوري رابلل شوي غونډې ته نه ورتللو، خو د هېواد په خاطر يې په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

عمران خان د نن ماښام وینا کې وویل چې «د پېښور د پوځ اعلی قومندان دوی ته وویل، چې د پېښور په ترهګر برید کې د پولې هاخوا ځواکونه هم لاس لري، موږ باید خبرې وکړو چې په دغسې حالاتو کې څه وکړو؟ هېواد په دغه وخت کې ددې اړتیا لري چې ملت یو شي، آیا په دې وخت کې هم موږ اپوزیسون کې کینو، لاریونونه وکړو».

عمران خان وویل چې دی دې پایلې ته رسېدلې چې د هېواد حالات نازک دي او دی باید خپل لاریون پای ته ورسوي.A supporter of Imran Khan, chairman of the opposition PTI party, holds an anti-government sign during a rally in Karachi

پاکستاني سیاستوال ټینګار کړی چې په دغسې حالاتو کې باید پاکستان قوم یو شي او د دښمن سره په ګډه مقابله وکړي.

عمران ګواښ کړی چې که د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو درغلۍ په سمه توګه ونه څېړل شي نو دی به بیا لاریون پیل کړي.

نوموړي غوښتنه کړې چې په ټاکنو کې د درغلیو د څېړلو لپاره دې قضایي کمېسیون جوړ شي او دواړه لوري دې په ضمن کې مذاکرات وکړي.

د انصاف ګوند چې مشري یې عمران خان کوي ټاکلې وه چې د دسمبر پر ۱۸مه به ټول پاکستان بندوي خو د پېښور د برید وروسته دغه ګوند د پاکستان بندولو خبره بېرته واخېستله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x