ماشوم د زیږیدو وخت او نیټه ټوله نړۍ حیرانه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): کله نا کله په نړۍ کې داسې پیښې را منځ ته کیږي چې د انسان عقل ته د منلو وړ نه وي چې همداسې یوه پیښه په امریکا کې پیښه شوه چیرته چې د یو ماشوم د زیږیدو وخت او نیټه ټوله نړۍ حیرانه کړه.

امریکايي رسنیو راپورونو پر بنسټ د مونټینا ایالت اړوند بلنګز نومې سیمه کې یو ماشوم چې «کوینسي کلیسر» نومیږي په داسې وخت وزیږید کې ساعت 10:11 بجې وې او تاریخ 12/13/14 و.

که چیرې دغه عددونه یو ځای وویل شي نو 10:11، 12/13/14 ترې جوړیږي خو د رسنیو په وینا تر ټولو جالبه خبره دا ده چې د دغې ماشوم وزن ۷.۸۴ و او که چیرې د نوموړي وزن ۷.۸۹ و نو دا به د تاریخ تر ټولو نادره پیښه وه.

د ماشوم مور او پلار وايي چې دوي د دغې عددونو او شمیر څخه هم حیران دي او هم خوشحاله ځکه چې دغه پیښه د امریکايي رسنیو کې ډیره زیاته مشهوره شوه.

د روغتون په وینا که دغه ماشوم یو اونس اضافي وزن درلود نو دغه عددونه به په دې ډول ول: 7.89, 10:11, 12/13/14

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنيف
میلمه
حنيف

دنن تكي اسيا نه هم اوس هسي رشخند جور شوي… دا نو خبر دي جي دوي نشر كري… هيس فايده بري نده مرتبه…