افغانستان

د کابل سرتيري بريد کې شپږ بهرني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): نن سهار اته بجې د کابل ختيځ نهمې حوزې اړوند تره‌خېلو تنګي سره د کورنيو او بهرنيو عسکرو پر کتار سرتيري بريد ګڼو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دکابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی وایي، چې ياد سرتيري بريد کې د پوليسو يو افسر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د تره‌خېلو تنګي سيمه کې د دوی يو ملګري د بهرنيو او کورنيو عسکرو پر کتار سرتېری بريد کړی، چې له امله يې شپږ بهرني او لس کورني عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

ويل کيږي، چې بهرني عسکر د ناروې هېواد دي.

طالبانو په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد لروبر کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور کړی او وايي، چې د دې بريدنو او چاودنو د

زياتوالي يو لامل د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسليکول دي.

تېره ورځ ولسي جرګې د امنيتي ادارو «دفاع، کورنيو چارو او ملي امنيت» سرپرست مشران ورغوښتي وو او هېواد کې د زياتو شوو بې امنيو په اړه يې ترې توندې او ترخې پوښتنې وکړې.

د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل د و کيلانو په ځواب کې وويل، چې دوی د طالبانو د مخينوي او هغوی سره د جګړې لپاره اړين وسايل نه لري او په شته وسايلو دوی طالبانو سره جګړه نه شي کولای.

ښاغلي نبيل وايي، چې طالبان د کابل شاوخوا سيمو کې ۱۰۷ خوندي مرکزونه لري او د کابل ۲۶ دروازو څخه يوازې څلور يې د امنيتي ارګانونو له خوا څارل کيږي او پاتې ۲۲ دروازې د مخالفينو پر مخ خلاصې دي او هر وخت کولای شي، چې کابل ته راننوځي، خپل بريدونه او چاودنې وکړي.

د ملي امنيت سرپرست ريس زياته کړه، چې د طالبانو سربېره په خپله دولت هم په فساد اخته دی او دوی د کابل ښار په دروازو کې د سکن ماشينونه ايښي، مګر د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې يوازې يو ساعت چالان وي او د پاتې ۲۳ ساعتونو تېل يې چارواکي په غلا خرڅوي.

نبيل وويل، چې دوی لازمه بوديجه نه لري، چې خپل کارګران او اداره پرې قوي کړي او تر اوسه هم افغانستان قوي امنيتي ستراتيژي نه ده جوړه کړې، چې د هېواد امنيتي چارې په کومه طريقه سمبال کړي او که د هېواد امنيتي چارې همداسې روانې وي، نو په لنډ وخت کې د امنيت راوستل ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x