
بغلان: د ولایتي شورا ناکام نوماند له غبرګو چاودنو روغ ووت
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دې ولایت د ولایتي شورا په ټاکنو کې ناکام نوماند له دوو چاودنو روغ ووت.
سید علي ګوهرشاه وايي چې د غه چاودنې د ده موټر ته څېرمه د پلخمري ښار په قهوه خانه سیمه کې شوې دي.
د بغلان د امینه قومنداني ویاند وايي چې دغه غبرګې چاودنې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې دي، او په خبره يې د سید علي ګوهر شاه موټر ناڅاپي ور باندې برابر شوی دی، چې سرسري زیانمن شوی دی.
د امنیه قومنداني ویاند جاوید بشارت چې په دې چاودنو کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تر یادو چاودنو نږدې ساعت وړاندې په مرکز کابل کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو په کتار سرتیری برید وشو.
د طالبانو ویاند خبرپاڼې له لارې رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې يې شپږ بهرني او لس کورني عسکر وژلي دي.
دولتي مسوولین وايي چې د پولیسو یو افسر وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.