نړۍ

نيوزويک: د اردوګان د واکمنۍ له پيله ترکيه کې ديني مدرسې ۹۰٪زياتې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): نيوزويک امريکايي مجلې ليکلي، چې د رجب طيب اردوګان د واکمنۍ له پيله ترکيه کې د يني مدرسې ۹۰٪ زياتې شوي او دغه هېواد کې يې د اسلامي علومو د خپرولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې پيل کړي دي.

نيوزويک زياتوي، چې د استنبول کاډيکوي کلي او شاوخوا سيمو کې پنځه عصري ښوونځي دي، چې هره ورځ درې ساعته ديني درس په کې لازمي دی.

نيوزويک ليکي، چې د ترکيې په لروبر کې سلګونو داسې ښوونځي دي، چې اسلامي علومو ته پکې ډېره توجه کيږي او د اردوګان مخالفين دا کار د هغه سيکولريزم ضد بولي، چې نوي کاله وړاندې پيل شوی و.

حکومت وايي، چې ښوونځيو کې يې ديني نصاب د زده‌کوونکو د کورنيو په غوښتنه زيات کړی دی او دوی د خلکو غوښتنې پر ځمکه نه شي غورځولای.

مجله زياتوي، چې د اردوګان مخالفين او لويديځ هېوادونه له ډېرې مودې د اردوګان اسلامي اجنډا او تګلاره څاري او اردوګان د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې خپل ځان او ګوند اصلاحپال او د ارورپايي اتحاد د قوانينو همغږی باله او د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې يې څرګنده کړه، چې نوموړی ترکيه د ليبراليزم پر لور بيايي او اردوګان، چې د درې ځله صدراعظمۍ وروسته د ولسمشر په توګه دنده پيل کړه او د واک موده يې د ترکانو د نيکه مصطفی کمال اتاتورک مودې ته په رسيدو ده، نو اوس يې په زغرده د اسلامي امت او اسلامپالۍ شعارونه پيل کړي او غواړي، چې خپل هېواد د محافظه کارۍ پر لور سوق کړي.

۲۰۱۲م کال کې اردوګان د خپل «عدالت او پرمختګ» ګوند ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی غواړي، راتلونکي نسلونه دينداره او مذهبي وروزي او اوس يې شعار «نوې ترکيه» دی.

د اردوګان پلويان وايي، چې د نوموړي هلې ځلې د يو شامل هېواد لپاره دي، چې هر څوک دې په خلاص مټ خپل عبادتونه او ديني فعاليتونه ترسره کړي او دې کې د سخت دريځۍ او له ترکي اصولو سرغړونه نه شته، مګر د اردوګان مخالفين او يو شمېر لويديځ هېوادونه بيا دا کار د محافظه کارې اسلامپالنې پر لور نوي ګامونه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x