افغانستان

نن ایساف خپل د یوه سرتیري د وژلو خبر ورکړ

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: نن ایساف خپل د یوه سرتیري د وژلو خبر ورکړ.

په افغانستان کی میشتو بهرني ځواکونو عمومي قوماندانی ایساف خپل د رسنیز مرکز څخه په یوه خبرپاڼه کي وویل چي د افغانستان په جنوب کي د ایساف یو تن عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو.

که څه هم ایساف د وژل شوي عسکر د هویت او د پيښي په اړه کوم معلومات ور نکړل خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چي نن سهار وختي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر پلي ګزمه برید وکړ چي په ترڅ کې دوه تنه بهرني سرتیري ووژل شوه، او یو ټپي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x