دفاع وزارت: د ملي اردو اته عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو اته تنه عسکر وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند ظاهر عظیمي پخپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه اته تنه د هېواد په بېلابېلو ساحو کې د چاودنو له امله وژل شوي دي.

د عظیمي په وینا ملي اردو په بدخشان، ننګرهار، غزني او جوزجان کې د طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي دي، چې په خبره يې ددغو عملیاتو موخه په سیمه کې د طالبانو له منځه وړل او د امنیت ټينګښت دی.

ملي دفاع وزارت همدا راز وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يې څوارلس طالبان وژلي او لس تنه نور ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د هلمند په پروني برید کې د پنځه څلوېښتو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند په لښکرګاه کې د دوی دوو تنو ملګرو عصمت الله او خالقداد له خوا سرتيري برید پنځه څلویښت عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې.

دولتي مسوولین وايي چې په دې برید کې د بریدګرو په ګډون لسو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې نن سهار اته بجې د کابل ختيځ نهمې حوزې اړوند تره‌خېلو تنګي سره د کورنيو او بهرنيو عسکرو پر کتار هم سرتيري بريد ګڼو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی وایي، چې ياد سرتيري بريد کې د پوليسو يو افسر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د تره‌خېلو تنګي سيمه کې د دوی يو ملګري د بهرنيو او کورنيو عسکرو پر کتار سرتېری بريد کړی، چې له امله يې شپږ بهرني او لس کورني عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د ملي دفاع وزارت مسوولین همدا راز ادعا کوي چې له طالبانو سره د همکاري په تور يې یوسل اوه تنه شکمن کسان نیولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د