نظــر

د اشرف غني د واکمنۍ سل لومړنۍ ورځې

لیکوال: تیمورشاه یوسفي

اشرف غني چې په افغانستان کې د لویدیځوالو د یوه منظمې برنامې له مخې واک ته ورسول شو، د کامیاب ځلولو لپاره یي په پیل کې ځینو مطبوعاتو پراخ کار پیل کړ،د نوموړي په اړه یي عجیبې او غریبې اوازې شروع کړې،او د فعالیت دروغجنې ډنډورې یي غږولې،تردې چې د صد روز نخست په نامه ځانګړې ویب پاڼه یي پرلیکه کړه او ګڼو هغو رسنیو چې له امریکایي سفارت څخه خړوبیږي د صدروز نخست تر عنوان لاندې دنوموړي دکردار ځلولو هڅه پیل کړه.

خو داچې اشرف غني عجیبو شرموونکو کړنو ته مخه کړه تردې چې خپل پلویان هم ترې بیزاره شول،نو ورسره هماغه د صد روز نخست ویب پاڼه هم دانټرنیټ له دنیا ورکه شوه،اوس هیڅوک د ولسمشر د لومړیو سلو ورځو د بریاوو شمیرنه نه کوي،راځئ دلته دنوموړي د سلولومړنیو ورځو تاریخي کردارونه په لنډو راوشمیرو .

اشرف غني په سلو لومړنیو ورځو کې تراوسه لاندې ګلان کرلي دي.

ـــ افغانستان یي پرته له تضمین شوي عوضه به امریکایانو خرڅ او امریکایي سفیر ته یي د حنیف اتمر په امضاء مفته قباله ورکړه.

ـــ د حکومت ترسیوري لاندې یي د ایکسپریس ورځپاڼې لخوا اسلام ته تر ټولو غلیظ او سخت سپکاوی وشو،خو اشرف غني ورباندې غوږونه مړه واچول.

ـــ ښځې یي په اسلامي حجاب څرګند تعرض وکړ، او دفرانسې اسلام ضد او حجاب ضد هڅې یي عادلانه وبللې.

ـــ ښځې یي په ارګ کې د بي بی سي د ثنا ساپۍ او ازادۍ راډیو د ملالۍ بشیر غوندې د غرب له تبلیغاتي فاحشو سره داسې تصویرې مصاحبې وکړې چې افغانستان یي ټولې نړۍ ته وشرماوو.

ـــ د ملي امنیت مشاور یي ددیني مدرسو په خلاف د جنګ اعلان وکړ او یوه بل کمپاینر یي د ښځو دحقوقو په برخه کې تر اسلام د فیسبوک د مارک زوکربرګ قوانین عادلانه وبلل . العیاذ بالله

ـــ د کابل بانک د ستر خیانت د قضیې مخ یي په سړو اوبو ورومینځه ظاهرا یي تبلیغ کړه چې قضیه حل او فصل شوه خو د ملیونونو ورکو پیسو د موندلو هیڅ درک ونه لګېده .

ـــ هیواد یي د دوه سري او بې صلاحیته زعامت له امله تاریخي ګډوډۍ او سردرګمۍ ته ورټیل واهه، چې تراوسه پورې له امنیت ونیسه بیا د اقتصاد او نورو بیلابیلو برخو پورې خلک په تیاره کې اوسي او هیڅوک نه پوهیږي چې څنګه حکومت؟ څوک حاکم دی؟ او په راتلونکې کې به څه کیږي ؟

ـــ د ډیورنډ په حساسه او ملي موضوع یي په لومړي ځل له پاکستان سره پټې خبرې پیل کړې او په دې اړه یي دافغان زعامت تاریخي روژه ماته کړه.

ـــ د پاکستان د پوځ په اعلی قومندانۍ کې یي هغو پنجابي پوځیانو ته د احترام سر ښکته کړ، چې د مؤمنو پښتنو د محکومولو په جګړه کې وژل شوي وو.

ــــ خپل هغه پلویان اوعام خلک یي هیر کړي چې دده لپاره یي په انتخاباتي کمپاین کې منډې ترړې وهلې،غني اوس ځان ته نوي یاران نیولي دي، او خپل ژمن پلویان یي له یاده ایستلي دي

ـــ د افغانیت ملي هویت یي د تابعیت په تذکرو کې د یوې وړې ستمي ډلې د فشار له امله رسما له نظره وغورځاوو او په دې ډول یي له افغان ملي هویت سره تاریخي غداري وکړه .

ـــ د لطف الله مسعود په نوم پښتون مجاهد یي پاکستان ته په لاس ورکړ، او په دې توګه یي نه یوازې اسلام او افغانیت وشرماوو بلکې په خپلو هغو پلویانو پورې یي هم وخندل چې ده ته یي د fuck you panjab له شعار سره رایه ورکړې وه.

ـــ د کابل د امنیه قومندان د لرې کولو لپاره یي دوه اونۍ زورونه ووهل ترڅو یي ایله له قومندانۍ څخه د کورنیو چارو وزارت ته تبدیل کړای شو.

ـــ له ارګ څخه یي د مداریانو میله ځای جوړ کړی،دوستم په کې آخوادیخوا منډې وهي،پنجشیریان په کې یادګاري عکسونه اخلي،بي بي ګله په کې له غربي پتلون کښو سره فلمونه ډکوي او د ګډوله حکومت بل هر غړی چې څه وغواړي په کې کولای یي شي.
کیدای شي په نږدې راتلونکې کې د افغانیو په بانک نوټونو د مزاري د مقبرې او احمدشاه مسعود د پکول عکس هم وراضافه شي.

ــ اشرف غني په خپله نږدې سل ورځنۍ پاچاهي کې لسګونو زره معلمینو او دمعارف کارمندانو ته یوه ټنګه معاش هم نه دی ورکړی.

ـــ د اشرف غني له راتګ سره د کابل ښار د ډيرو سیمو ۲۴ ساعته بریښنا ۱۲ ته راښکته شوې ده.

ـــ امنیتي حالت سل فیصده خراب شوی دی، په کابل کې دطالبانو بریدونه که پخوا د میاشتو خبره وه اوس د هرې ورځې کیسه ګرځیدلې ، د اشرف غني په پاچاهۍ کې طالبان په کابل کې په موټرسایکلو او رینجرانو کې ګرځي.

ـــ د ملي امنیت د پخواني او وتلي تحلیل ګر امرالله صالح د اعتراف له مخې افغانستان په خپل تاریخ کې هیڅکله د رهبرۍ له داسې ضعف، ګډوډۍ او ناتوانۍ سره نه و مخ شوی لکه د اشرف غني په دوه میاشتنۍ پاچاهي کې، چې دهیڅ موضوع په اړه قاطع تصمیم او تنفیذي مرجعیت شتون نه درلود.

ـــ د بي بي سي داحصایې او سروې له مخې اقتصادي حالت او سوداګریز کاروبار پنځوس سلنه ضربه خوړلې او د وزګارۍ کچه د هرکله په پرتله زیاته شوې ده، د اقتصاد پوه اشرف غني له برکته افغانۍ د ډالر په وړاندې یو اعشاریه پنځه راغورځیدلې ده.

ـــ د اقتصاد پوه اشرف غني له برکته په هیواد کې د خوراکي موادو او سون توکو بیې شل فیصده لوړې شوي دي.

ـــ د هیواد د حقوق پوهانو به باور داشرف غني له راتګ سره دافغانستان اساسي قانون عملا د تعلیق په حالت کې راغلی او ټولو حقوقي جریانات د عین او غین مزاج ته پریښودل شوي دي ، په دې لړ کې د ۳۰ میلیوني ویاړمن اولس په سر معاملې دومره بازاري او شرمینده شکل غوره کړی دی چې د محقق غوندې خردوان وایي چې وزیران، معینان،والیان، ولسوالان او حتی د مشرانو جرګې تر انتصابي غړو پورې به ټول د پنځوس پنځوس فیصده سهم له مخې ټاکل کیږي، څرنګه چې د پنځوس پنځوس تقسیم خبره عمومي ذکر شوي او کوم حد نه دی ورته تعین شوی، شاید تر عادي مامورینو ، ترافیکو او دمکتب تر چپړاسیانو پورې هر څه د عین او غین ترمنځ نیم په نیمه تقسیم شي .

دا هغه ډنډې دي چې یوازې په صدروز نخست کې اشرف غني لړلي دي، نورې نادودې راروانې دي ، تاسو انتظار اوسئ ځکه صد روز نخست لا نه دي ختمې .

نه پوهیږم هغه ړانده چرګان چیرې دي چې سترګې به یي پټې او خولې خلاصې او نارې به یي وهلې چې : مخ په وړاندې دغني افغانستان په لور …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x