افغانستان

طالبان دي له القاعدې سره اړيکې وشلوي، امريكا

 

taliban_fighters_in_snowد امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن  کلنټن په طالبانو باندي ږغ وکړ چې د القاعدې له جنګیالو سره دي خپلې اړیکې پرې او افغانستان اساسي قانون ته دې غاړه کښيږدي تر څو په افغانستان کښې سوله مینځ ته راسي-

میرمن کلنټن د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کښې روانې شخړې ته د پای ټکی د ایښودولو لپاره د القاعدې سره د د طالب جنګیالو اړیکې شلول د امریکا لخوا یو مهم شرط ګڼل کیږي

ترڅو دوی د سولې په پروسه کښې شامل کړای شي. نوموړې زیاته کړه چی طالبان باید د تشدد څخه لاس په سر او د افغانستان اساسي قانون منلوته غاړه کښیږدي.

کلنټن په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د سې شنبې په ورځ د خپرې شوې مقالې په اړه چې د امریکا متحده ایالاتو د د طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کړې،  په اړه هیڅ تبصره ونکړه.

کلنټن د اروپایې ټولنې د باندنیو چارو د مشرې کاترین اشتو سره تر لیدو وروسته ویلي « اوس مونږ په افغانستان کښې ډیر تماسونه لرو، چی  په مختلفو سطحو کښې قرار لري تر څو له دغه طریقه مونږ د افغانانو د سولې د پروګرام څخه ملاتړ وکړو.» هغی زیاته کړه: «د هغه رابطو په اړه زه تاسو ته جزئیات نه شم در کولی، مونږ په څو څو واري دا ویلي چی مونږ د افغانستان د سولې د پروسی څخه حمایت کوو.»

بل لور ته نن وسلوالو طالبانو له امریکایانو سره هرډول خبرې او مذاکرات رد کړل او دايې ددښمن د تبلیغاتو یوه پوچه اوخطا ایستونکې ډرامه ونوموله او طالبانو پخپل پخواني دریځ ټينګار وکړ چې ترڅو یو خارجي عسکر هم په افغانستان کښې موجود وي، دوی به خبرې ونه کړي-

هارون بلخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x