افغانستانخبرونه

د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسون رئیس: ښوونکي او زده کوونکي زمونږ خلک او د ملت بچیان دي

د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسون رئیس «مولوي محمد اقبال» وايي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د تعليمي ادارو ساتنې او پالنې ته ځانګړې توجه کوي او د ښوونځیو فعالیت ته یې د امن فضا رامینځ ته کړې.

مولوی محمد اقبال د الاماره بریښناپاڼې سره په مرکه کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړي چې ګویا دوی ښونځي سوزوي او ښوونکي وژني، او زیاتوي چې د تعليمي ادارو ښوونکي او زده کوونکي ټول «زمونږ خپل خلک او د دې ملت بچیان» دي.

نوموړی وايي چې مخالفین یې هڅه کوي خلک د دوی پر ضد راپاروي خو اوس خلکو واقعیتونه درک کړي او قانع شوي چې طالبان د ښوونې او تعلیم دښمنان نه بلکې غوښتونکي دي.

مولوي محمد اقبال زیاتوي چې د دې کمیسون په تعلیمي کړنلاره کې تعلیم ته د خلکو په تشویق او هڅولو ټینګار شوی او د همدې کړنلارې له مخې دوی مکلف دي چې د ښوونځیو رغولو او پاللو ته ځانګړې توجه وکړي.

نوموړی د تعلیمي بنسټونو، مسجدونو، مدرسو او ښوونځیو تخریب او نړول نړیوالو ځواکونو او «د هغوی د لاسپوڅو» کار بولي.

«ښوونځي او مکاتب چې د عصري علومو د زده کړې ځایونه دي او دوی یې په تبلیغاتو کې د فعالولوډنډورې غږوي هم د خپلو شومو هدفونو لپاره تخریب او یا وتړل ،جنګي اډې یې ورنه جوړې کړې ، پوستې یې پکې فعالې کړې او یا یې هم د مجاهدینو په مخکې د سپر (ډال) په توګه استعمال کړې».

مولوي محمد اقبال وايي چې نړیوالو او افغان ځواکونو ګڼ شمیر ښوونکي او زده کوونکي په شهادت رسولي او بندیان کړي دي. نوموړی چې د هرې پیښې دقیق تاریخ او ځای ښيي د بېلګې په توګه په میدان وردګو ولایت کې د لسګونو پیښو یادونه کوي چې په وینا یې د ښوونځیو لسګونه زده کوونکي، ښوونکي او محصلین د امریکایانو او اربکیانو لخوا وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې په سید اباد ولسوالۍ کې یوازې سږ کال ټول څلورويشت (٢٤) نفره د بیلا بیلو لیسوشاګردان په مختلفو تاریخونو کې په شهادت رسیدلي او دیارلس نفره زخمیان شوي دي.

مولوي محمد اقبال د تعلیمي نصاب په څرنګوالي هم غږیدلی او ویلي یې دي چې د ځانګړې کمیټې له لارې يې د ښوونځیو نصاب تر کتنې لاندې ونیو چې بالآخره دغې کمیټې تر پلټنې او تحقیق وروسته«ښکاره شرعي، جهادي او افغاني ضد نیمګړتیاوې» په ګوته او راوایستې.

نوموړی د بېلګې په توګه وايي:
«په ټول نصاب کې په شعوري ډول کوښښ شوی دی تر څو د جهاد کلمه ، مضمون او حکم پکې ذکر نه شي، زیارایستل شوی تر څو جهاد هم د جنګ په معنی تعبیرکړي او ترمنځ یې هیڅ توپیر نه دی کړی، د صلح طرف ته تشویق او ترغیب بیان شوی خو دا توپیر ندى شوى چې صلح د چاسره او په کوموشرائطوکې او څوک به یې کوي؟، داسې یې ښوولي چې انسانان په ټولو حقوقوکې سره یوشان دي د کافر او مسلمان توپیر یې د دوستۍ په حدودوکې ندى کړى، د موسیقۍ او لهو لعب لوري ته تر مختلفو عنوانو لاندې شاګردان هڅول شوي دي، دسَتَرْ او حجاب مسئله یې له منځه وړې، د مېرمنو بې حجابه تصاویر ځای په ځای پکې درج شوي دي چې اخلاقي مفاسدو ته لمن وهل اوهڅونه ده».

مولوي محمد اقبال وايي چې د هر مضمون د نیمکړتیاوو یو لړلیک یې تیار کړی او د اصلاحاتو سره مل یې د هر ښوونځي ادارې ته سپارلی او د تطبیق لپاره یې عملا څارنه هم روانه کړې.

د ده په وینا دیني علوم د اسلامي ټولنې د عقیدې او ژوند بنسټ دی، او دغه کمیسون د دیني علومو ترڅنګ عصري زده کړو ته هم بشپړه توجه او پالنه کړې.

مولوي محمد اقبال ټینګار کوي چې «نړیوال یرغلګر» غواړي چې راتلونکی نسل له خپل دین څخه بې خبروساتي او یا یې منحرف او په غربي روحیه وروزي. نوموړی په خلکو غږ کوي چې د ښوونځیو د چلوونکو او تعلیمي نصاب په اړه کافي پلټنه وکړي، تر څو د ده په وینا «د دغو خبیثواو معاندو دښمنانو دغولونکو پلانونوښکار نه شي».

د طالبانو د تعلیم او لوړو زده کړو کمیسون رئیس وايي د پوهنتونو له مسئولینو، استاذانو او محصلینو سره تر ځانګړو اصولو لاندې د بیلابیلو وسائلو له لارې اړیکي او همکاري لري او خپلې مشورې له دوی سره شریکوي.

مولوي محمد اقبال هغو ستونزو ته هم اشاره کوي چې دوی ورسره په تعلیمي برخه کې مخ دي او په دې لړ کې د امنیتي ستونزو یادونه کوي چې په وینا یې په نورو تهدیدو سربیره دښمنانو د دوی تعلیمي ادارې هم په امن کې نه دي پرې ایښي. دغه راز اقتصادي خنډونو هم یادوي او وايي چې یوازې د ملت او علم پالونکو مسلمانانو په مرسته یې دغه تعليمي بهیر روان ساتلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غازي

اول خو ددي رابور ولا ته حيران يم جي هر سه واوري بيا يي نشر كوي. داسلامي امارت دتعلم اوتربية دكميسون مشر خو دكابل ولايت مولوي نور محمد ثاقب ده كوم جي يوخت دسترمحمكي ريس وه. او معاون يي دغزني ولايت مو لوي شهاب الدين . مولوي نور محمد ثاقب.اول وار داسلامي امارت دسقوط نه بعددشرعي محا كمو مشر وه, اوس محال دتعليم اوتر بية دكميسون مشرده له دنه مخكي ددي كميسون مشر مولوي نيك محمد وه جي داوخت به قطر كي دامارت اسلامي سياسي نماينده كي كار كوي. اوس نه بوهيزم جي دا بيا كوم اقبال ده .كا ثاقب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x