افغانستان

بیړنی خبر: د کاپیسا ولایت امنیه قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د کاپيسا ولایت چارواکي وايي چې د امنیه قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه شوې.

ددې خبر د خپریدو تر شېبې د ۴ اربکیانو  د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

ددغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې چې نن سهار اته بجې د کابل ختيځ نهمې حوزې اړوند تره‌خېلو تنګي سره د کورنيو او بهرنيو عسکرو پر کتار هم سرتيري بريد ګڼو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی وایي، چې ياد سرتيري بريد کې د پوليسو يو افسر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

همدا راز په بغلان ولایت کې د ولایتي شورا یو نوماند له چاودنې روغ ووت.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohamamd

### تاسو ته د محلی پلیسو نوم هم نه درزی اربکی خو ## ته وایی د هغوی ته باید محلی پولیس و وایی دا عمومی ویب سایټ دی هر څوک یی ګوری دا شه کار ندی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x