ټکنالوژي

مریخ کې د ژوند نښې موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): له زمکې پرته نورو سیارو کې د ژوند نښې لټون له لسګونو کلونو څخه ادامه لري خو اکثره ساینسپوهان په دې برخه کې نه دي بریالي شوي خو د امریکا فضايي ادارې یو ربوټ د مریخ له سطحې داسې انځورونه استولي چې پر دغه سیاره د ژوند عنصر میتین شتون ښيي.

ناسا ادارې له خوا خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې پر دغه سور رنګ لرونکی سیاره انساني ژوند ممکن دی او پر دغه سیاره د ژوند کولو تر ټولو اړین عنصر میتین موندل شوی.

ناسا ادارې ویلي چې ژوندي موجوداتو کې موجود میتین عنصر ذرې په مریخ کې لیدل شوي خو د ناسا یو مهم ساینسپوه وايي چې په دې اړه نورې څیړنې ته اړتیا لري.

دغه څیړونکی ویلی چې پر مریخ د ژوند نښې په اړه معلومات ډیر زیات مهم دی ځکه چې څیړونکو له لسګونو کلونو څخه د داسې یو عنصر په لټه ول نو په همدې اساس اوس څیړونکي کولی شي پوره باور سره ووايي چې په نورو سیارو کې هم میتین ګاز شتون لري.

ناسا یو څیړونکی په وینا د روبوټ په وسیله له مریخ څخه استول شوي مواد له کیمیاوي تجزیي څخه دا هم معلومه شوې چې مریخ کې د میتین سربیره ارګنک مالیکولونه هم موجود دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x