طالبان: د کونړ د دانګام اوسېدونکي زموږ خپل خلک او د بدن غړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولتي سرچینو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې دوی د کونړ په دانګام ولسوالي کې ولسي خلک محاصره کړي او له عامو وګړو سره جګړه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د دانګام ولسوالي اوسېدونکي د دوی خپل خلک دي او په خبره يې د هیڅ ملکي شخص سره زور زیاتی نه دی شوی.

خبر پاڼه زیاتوي: «په دانګام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په وړاندې هيڅ مشکل نه دی جوړ، هغوی ټول زموږ خپل خلک دي، دبدن غړی مو دي، دهيچا په وړاندې لار نه ده تړل شوې، د هيچا کور ته اور نه دی ورکړل شوی، د هيڅ ملکي شخص سره زور زیاتی نه ده شوي او نه هم داسې کړنې د اسلامي امارت د مجاهدینو په پلانونو کې شته.»

تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازیو او د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې طالبانو د ولسي خلکو په وړاندې جګړه پیل کړې او په خبره يې د بهرنیو طالبانو په ملاتړ يې د ولسي خلکو کورونه سوځولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا د دوی د دښمن له لوري بدناموونکي تبلیغات دي او زیاتوي چې «موږ د دانګام په اړه د دښمن لخوا مغرضانه او بدنامونکي تبلیغات په کلکه ردوو.»

مجاهد وايي چې په کونړ کې جګړه د عسکرو او د اربکیانو په مقابل کې وه چې په خبره يې د جګړې په اوږدو کې د هغوی پوستې او مراکز له منځه وړل شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې د طالبانو په راتګ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې خلکو د ارام سا اخیتسې ده: «په دانګام کې عملیات صرف دهغو پولیسو او معلومو اربکیو په ضد تر سره شوي چې د خلکو او هيواد په ضد يې د څو پيسو په بدل کې ټوپک اخيستی وو، دهغو پوستې او مراکز د جګړې په جریان کې ويجاړ شوي دي .
اوس سیمه ټوله د مجاهدینو په ولکه کې ده، خلکو د آرام ساه اخيستي او له هيچا سره هم د مجاهدینو لخوا خدای مه کړه زور زیاتی نه کيږي.»

په کونړ کې د اربکیانو مشر حاجي مزمل وايي چې طالبانو د خلکو څلوېښت کورونه سوځولي او په خبره يې د پنځو کسانو په وژلو سربېره يې څلوېښت نور ټپیان کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ورته دعوې د عامه ذهنیت د تخریب هڅه ګڼلې او وايي: «په دې مورد د دښمن لخوا خپاره شوي تبلیغات حقيقت نه لري او د عامه ذهنیت د تخریب هڅه ده.»

یاده دې وي طالبانو څو ورځې وړاندې د دانګام ولسوالي په ګڼو پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې د دوی په قول د لسګونو عسکرو په وژلو يې پراخې سیمې له اربکیانو او عسکرو تصفیه کړې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د