د تالقان په مظاهرو کي ۲۰ تنه مړه او لږ تر لږه ۷۰ کسه ټپیان شوي دي – تازه انځورونه
نن ټکی آسیا: په هغو مظاهرو کي چي نن سهار د د تخار په مرکز تالقان کي د ملکي وګړو د وژل کيدو په ضد پیل شوې، تر اوسه په کښي ۲۰ تنه مظاهره کوونکي مړه او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د تخار په مرکز تالقان کي د روغتون رئیس ډاکټر محمد حسن بسیج نن د یو افغاني رسنۍ سره په تماس کي ویلي چي د ننیو مظاهرو دولس تنه مړي او ۷۰ تنه ټپیان چي ماشومان هم په کښي دي، روغتون ته راوړل شوي دي.
نومړي وویل چي ټوله مړي او ټپيان په مرمیو لګیدلي دي، او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د انديښني وړ دی.
وروستي راپورونه وايي چي د مړو شمیر تر ۲۰ ورسید.
د تالقان اوسیدونکو وروسته تر هغه په مظاهرو لاس پوري کړ کله چي د امریکایانو له خوا تیره شپه تالقان ښار په یو لیري پرته سیمه کي د یو چاپي په مهال د دوو میرمنو او دوه تنو ملکي کسانو د وژلو څخه خبر سوله..
دوی د ددغو مړو جنازي ښار ته راوړلی، او د امریکا په ضد يي شعارونه ورکول، چي وروسته يي بیا د حکومتي او پي ار ټي د ودانیو خواته مخي کړه.
ویل کيږي چي اکثره مرګونه او ټپونه د پي آرټي پر مرکز د برید په مهال را منځته شوي دي، چیري چي بهرنیانو او کورني امنیتي ځواکونو پر دغو مظاهرو کوونکو مخامخ ډزي پیل کړي.
ویل کیږي چي د مظاهره کوونکو په برید کي د پي آر ټي مرکز ته هم څه زیان رسیدلی، او ددغه مرکز د خوندي کولو او دبې وسلو مظاهره چیانو سره د مقابلې لپاره د کندز څخه هم د پي آر ټي عسکر او دملي اردو عسکر د کومک لپاره رسیدلي دي.
په افغانستان کي چي کله هم ملکي خلکو په مظاهرو لاس پوري کړی دی، د دولت له خوا ورته درنه مرګ ژوبله رسیدلی، چي څو مثالونه يي په دې وروستیو کي په مکرره ډول په مختلفو ولایتونو کي تکرار سول.
ددغي ماشومي د کورنی وګړي په تیره شپه چاپه کي وژل شوي وه: