نظــر

كابل ته د پاکستان د لوی درستیز بیړنی سفر

شاهد غزنیوال

تیره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف یوځلې بیا په یوه بیړني سفر کابل ته راغی .
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د وروستي برید له کبله دری ورځنی ویر اعلان شوی او د دې هیواد ټول پوځي او ملکي ارګانونه او همدا راز سیاسي تنظیمونه د تر سره شوي خونړي برید د عاملینو او لاملونو په پیدا کولو لګیادي کابل ته د دغه هیواد د تر ټولو لوړ پوځي مقام سفر ډیرې پوښتنې له ځان سره لري.

د کابل او اسلام اباد تر منځ د چارواکو د تګ راتګ لړۍ وروسته تر هغه توده شوه چې کله د سپتمبر په میاشت کې د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز کابل ته راغی او د لته يي د نوي حکومت له مشر اشرف غني سره ملاقات وکړ.

په دغې لیدنې کې سرتاج عزیز د پاکستاني چارواکو د پخواني تعامل پر اساس له اشرف غني سره په اصطلاح د تروریزم په مقابل کې د خپل هیواد د ملاتړ ژمنه وکړه ، خو ولسمشر اشرف غني نوموړي ته وویل چې مونږ اوس له پاکستان څخه د ژمنو پرځای عملي اقدام ته سترګې پر لاره یو.

هماغه وه چې سرتاج عزیز د عملي اقدام له پیغام سره اسلام آباد ته ولاړی او له لیږوخت وروسته انس حقاني او د هغه ملګری له قطر څخه د بیرته راتګ پر مهال ګرفتار او لاس تړلي د کابل ادارې ته و سپارل شول.

تر دې پیښې وروسته د کابل او اسلام آباد اړیکې نورې هم ګرمې او صمیمي شوي تر دې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او د دې هیواد د څارګرې ادارې آی اس آی مشر جنرال رضوان اختر هم کابل ته راغلل او اسلام آباد ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال یې لومړنۍ خبرې هم په راولپنډي کې د پاکستان د پوځ له چارواکوسره د بندو دروازو ترشا وکړي.

شنونکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا پاکستان ته د لطیف الله محسود سپارل هم د کابل اسلام آباد د وروستیو ګرمو لیدنو کتنو محصول بولي .

د تیرې سه شنبې په ورځ د پیښور د ښوونځي خونړي برید چې له کبله يي ۱۴۱ تنه ووژل شول پاکستاني سیاسي او پوځي چارواکو یې په اړه توند غبرګونونه ښودلي دي.

پاکستاني چارواکو تر برید له مخه هم تور لګولای و چې د تحریک طالبان پاکستان مشر د افغانستان په ختیځو سرحدي سیموکې پټ دی او له هغه ځایه د پاکستان پرخلاف خپل فعالیتونه تر سره کوي.

اوس چې دغه برید په درنو ځاني تلفاتو سربیره د پاکستان د امنیتي او پوځي چارواکو وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې نو هغوی مجبور دي چې د برید د طراحانو او د هغوی د ځای ځایګي په اړه معلومات تر لاسه کړي.

همدا راز په کابل ښارکې وروستیو بریدونو افغان امنیتي او نور دولتي چارواکي دیته اړیستلي دي چې په مخنیوي کې عاجل او مؤثر اقدام وکړي چې دغه اقدام بیا د کابل او اسلام آباد مشترکو مساعیو او هلوځلوته ضرورت لري.

د کابل او اسلام آباد چارواکي خو به د خپلو هیوادونو د امنیتي پیښو په اړه خپل خپل نظرونه او اټکلونه لري ، خو هغه څه چې واقعیت دی هغه د ا چې په افغانستان او پاکستان کې امریکايي نفوذ د دغو داوړو هیوادونو د نا امني اساسي لامل دی او دا هغه واقعیت دی چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ترې پرده پورته کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x