نظــر

د پېښور پېښه رښتياهم ډېره خونړۍ وه

ملا عبدالــــسلام ضعـــیف
په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د داسي پيښو ترسره کول ډير لوی زړه غواړي چې د معصومو ناخبره او غیرمکلف مسلمان وینه دي په دومره ګڼ شمیر تویه سي، دا هغه څه دي چې په هيڅ صورت یي انسان نه سي تائیدولای اونه په اسلامي او مذهبي توګه توجیه کیدلای سي په هرصورت خدای دي دا د غم ټغر په خپل فضل او کرم سره د افغانانو او ټولو مسلمانانو له انګړه ټول کړي.

ما تیره ورځ دا زړه لړزونکي پيښه وليدل رشتيا چې ډيره خواشینونکي وه، ډير سخت زړونه یي لړزوله خو د هغه سره مي د پاکستان د فوج پلاس د یوه سپين ژیری عالم بيرحمانه وژنه هم ولیدله، په دغه ويډیوکې داسي ښکاري چې دري څلور نفره پنجابي او لغوړن فوجیان دي د دې سپين ژیري عالم په غاړه کې پړی یا رسی وراچوي او بیا یي په شګو او ډبرو کې کشه وي، هغه کله ستوني ستخ او کله پړمخي سي، د هغه د بدن غوښي د مځکي سره اوړي او سري ویني ورباندې بهیږي په همدې توګه هغه تریوه ډيره ځایه پوري کشوي او بیا يې همداسي ژوندی تر خاورو لاندې کوې، زه دا عالم نه پيژنم چې مجرم وه او کنه او نه یي منطقه رامعلوميږي چې د پاکستان کوم ځای دی خو د عالم شکل ته ګورم پښتون دی، د داسي توهین لوبه د انسان د برداشته لیري ده.

همداسي څه وخت وړاندې د وزیرستان کړه وړه د هغه ځای دځایي اوسیدونکو سره چې ټوله زندګي یي تباه سوله په ډیره بي رحمی ووژل سوه بي کوره سوه تردي چې څاروي حیوانان او هرڅه یي ورته ووژل سوه، کورونه یي ورته ډاینموټ کړه مسجدونه یي ورته شهیدان کړه او ډیری انسانان یي په ډيره توهیني توګه او په شکنجو سره خاوره ته واستول، تر هغه د مخه په صوات کې چې څه وسول دانسان له تصوره لیري وه، مدارس مسجدونه ونړول سوه تردې چې د انسانانو پر سرونو باندې برمي ولګیدلي چې کیدای سي ډیرو خلکویي تصویري شکل هم لیدلی وي، په اسلام اباد کې په حفصه مدرسه کې ښځي او ماشومان اول ووژل سوه او بیا د اور په لمبو وسوزل سوه، په بلوچستان کې خو تراوسه پوري هره ورځ په درزنونو ځواناون اومشران وژل کيږي او په مړو باندې یي تیزاب هم ورته ښيندل کیږي اوداسي نور…

د دې عکس العمل څخه به د پاکستاني فوجیانو امیدڅه وي ؟ یوازي دا چې خلک باید حوصله وکړي اوبس؟! خو زه فکرنکوم، زما په نظر تشدد د یوه بل تشد او ظلم زيږنده دی، د چا په زړه کې چې د انتقام اور ولګیږي د هغه څخه بیا د انصاف توقع ګرانه ده ،ځکه چې د هغه سره چا انصاف نه وې کړی نو بیا به ولي د انصاف توقع ورڅخه وسي، دا چې زموږټول کړه وړه د هرلوري پر تشدد او نه انصاف باندې ولاړ دی بیا د انصاف او عدالت توقع هسي امید پاته کیږي کله به هم د عمل جامه نه وراغوستل کيږي او دا اوس یو حقیقت دی، که موږ د دې حقیقت درک ونه کړو د عدالت اوانصاف لاره تعقيب نه کړو کیدای سي تردي هم د ډيرو غیرمتوقع ناخوالو لیدونکي واوسو.

په هرصورت که د پيښور پيښه چا د انتقام په خاطرکړی وي هم د منلو نه ده اونه ویوې معقولي او سمي لاري ته توجیه کیدلای سي ،ځکه چې دا د انتقام لاره نه ده چې یو ماشوم، بیګناه او ناخبره مؤمن دي د بل چا که ډيرظالم هم وي په وجه ووژل سي، که دا کار د سیاسي موخو له پاره انجام سوی وي هم سم نسي توجیه کیدلای ځکه چې په دې سره به د عاملینو ملاتړکم او سیاسي کردار به يي پیکه سي او د دښمن ملاتړبه یي ترهغوی ډيرسي، که دا کار په مذهبي توګه انجام سوی وي نوهم نسي توجیه کیدلای ځکه چې د ماشوم سپين ژیري اوښځي مرګ که د دښمن په خواکې وي هم نسي توجیه کیدلای خلاصه داچې د هر هدف له پاره دا کار سوی وي د منلو نه دی او راتلونکي کې د داسي کار له کولو څخه پوره ډډه وسي الله دې ماشومانوته جنتونه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hamid

ضعیف صیب تاسوهم دشیطانی میدیاتراغیزلاندی راغلی ؟؟؟دی فیخه کی وژل سوی ماشومان دخفلومرتدوفوجیانولخوا ویشتل شوی مجاهدینوددوی میجران کرنیلان اوهغه بالغ زده کونکی ویشتلی چی هلته فه روان تقریب کی شامل ول

ډاکتر احمدی

ضعیف صیب لکه چی اوس هم د پاکستان سره علاقه لری په دی خلکو او د هغوی به اولادونو هیڅ رحم مکړه په لاندی دلایلو: ۱- د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د پیښی وروسته هیره دی نه ده چی ته هلته رسمی سفیر وی او ته یی په ډیر بی شرمانه ډول پر امریکایانو خرڅ کړی ! ولی لکه چی هیر دی دی؟ ۲- یو څو کاله مخکی د همدی پاکستانی پوځ له خوا د اسلام اباد د لعل مسجد باندی حمله وشوه او د هغوی ماشومانو او ځوانانو په لاس کی قرای او ددی جابر او اسراییلی پوځ له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x