افغانستان

تخار: بهرنیو ځواکونو د دوو میرمنو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ووژل

us_army_night_raidنن ټکی آسیا: تیره شپه بهرنیو قواوو د افغانستان په شمالي ولایت تخار کي پر یو کور چاپه وهلي او ترڅ کې دوې میرمني او دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.

پيښه د تخار ولایت د مرکز تالقان په ختیځه خواکې درې کیلو متره لیري د ګومالي په کلي کي را منځته شوې.

د تخار والي عبد الجبار تقوی رسنیو ته ویلي چي دغه عملیات بهرنیانو د دوی سره له همغږۍ پرته ترسره کړې، چي په ترڅ کې د کور څښتن، میرمنه، ددوی یوه لور او یو بل میلمه وژل شوی.

د ملکی خلګو دغي مرګ ژوبلي په تخار کي د عامو خلکو په منځ کي خورا قهر را پارولی دی، نن سهار د سیمي خلکو د وژل شویو کسانو مړي د تالقان – فرخار لويي لاري ته را وایستل او بیا يي د تالقان ښار ته یوړل.

ویل کيږي چي وژل شوی کس دیني عالم او خیاط وو.

د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز ویلي چي دوی تیره شپه د تالقان په ښار کي د ازبکستان داسلامي خوځښت یو تن تمویلونکي باندي عملیات وکړه، چي په نتیجه کې دوه تنه میرمني چي په وسله سمبال وي، هم ووژل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x