نظــر

چنده برای دانګام که دانګام برای چنده

لیکوال: حسان شلګری

د افغانستان له ناورینه لنګه غواړه جوړه ده،چې ګڼکپان ترې په یوه وخت شیدې،مستې او کوچ ګړم ته کوي،ددغې غوا د هډوکو شپیلول که په نړیواله او منطقوي سطحه د لویو چارواکو او هیوادونو لخوا ترسره کیږي، په ټیټه سطحه بیا وطني وږسترګي،سوالګر او فرصت وهونکي له وَو څخه بَبو جوړوي او خپلو شوړو ته لاره هواروي.

څو ورځې وړاندې په دانګام کې محلي طالبانو داربکیانو په څو پوستو بریدونه پیل کړل، دا جګړه د هیواد د بلې هرې ورځنۍ جګړې غوندې عادي پیښه وه، خو د کرزي د رژیم مرتزقه پرسونل چې په ګډوله حکومت کې له دندو شړل شوي یا ورباندې معاشونه قطع شوي، د تشو کولمو د اور غلي کولو لپاره یي په فیسبوک اوازې ګډې کړې چې هلئ په کونړ کې ناورین پیښ دی، هلئ په زرګونو خلک نږدې ده چې له لوږي مړه شي ، دوی چې په پیل کې د دانګام په اړه ګرم ګرم تبلیغات کول خلکو فکر کاوو چې رښتیا د کونړ او کونړیانو غم ورسره دی،مګر دخپل ګرم تقریر په پای کې یي چې د دانګام لپاره د چندې خبره رامخکې کړه خلک پوه شول چې دغه چنده ماران د څه لپاره په فیسبوک داسې تاوده لګیا وو او د دانګام دجګړې فضایل یي ذکر کول .

هغه کابل میشتي وږسترګي او له دولتي خیراته پاته مفلسان چې څو ورځې یي د دانګام په جګړه کې دشرکت غورې وهلې اوس تازه تازه یي د دانګام په نوم دآنلاین چندې کار پیل کړی دی، دوی د مسلکي چنده مارانو په دود په خورا شدومد وایي چې په دانګام کې بشري ناورین پیښ دی مګر داچې تراوسه هیڅ رسنۍ یا دولتي مرجع په دانګام کې دبشري ناورین د پیښیدو خبر نه دی ورکړی ، معلومیږي چې په فیسبوک راونه درویزه چنده برای دانګام نه بلکې برعکس د دانګام برای چنده له کټه ګورۍ څخه ده .

عام اولس باید دغه حرفوي شوړه ماران وپیژني، هغه چې له یوې خوا د دولت په څوکۍ ناست او د اولس او ملي خزانې جیبونه وهي، له بلې خوا بیا د خیالي ناورینونو په نوم چندې او درویزې راټولوي ، په خپلو شخصي بانکي اکاونټونو کې یي جمع کوي ترڅو ورباندې خپلې کولمې غوړې کړي، خلک باید پوه وي، چې دوی د ناورین د مخنیوي لپاره چندې نه کوي بلکې د چندې راټولولو لپاره تل خیالي ناورینونه رامنځ ته کوي.

په افغانستان کې د واقعي ناورینونو سره د مبارزې او مرستې ځانګړي حکومتي او غیرحکومتي بنسټونه شته، چې باید له هماغو ټاکلیو لارو له خلکو سره مرستې وشي.

حرفوي شوړه مارانو او فیسبوکي درویزګرو ته په کار ده چې لږ شرم وروړاندې کړې، ترڅو به زیړې سترګې د ساده اولس د وینو زبیښلو ته پراته وي، دوی چې امریکایي بادراوړو مرستو په مفت خورۍ عادت کړي دي، اوس چې ډالري غوا ورباندې وچه شوې ، نو په فیسبوک یي درویزه پیل کړې .

افغان مفلس اولس چې پخوا په بازارونو او واټونو کې له سوالګرو نه خلاصیده اوس ورپسې په فیسبوک او انلاین نړۍ کې هم د سوالګرو لښکرې خوشې شوې، چې د خپلو تشو اکاونټونو د ډکولو لپاره چنده برای دانګام چیغې وهي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x