نظــر

هولوکاسټ اویولسم ستمبر (دوهمه برخه)

لیکوال: اسد الله رزین

یولسم ستمبر:

امریکا اواروپا په ټول توان لګیادی اوداسرائیلود فاسد اوناجائز حکومت له جوړیدوترنن روځې پورې چوکیداري کوي.اوملګروملتونو چې څومره پریکړې هم دغاصب رژیم په مخالفت کې وکړی امریکایی بیله ځنډه دبی اغیزې کولولپاره د(ویتو)ایستلې توره چې دغومره نارواده لکه اشغالګررژیم ځکه چې:

د(ویتو) دځان ته حق بللواواخستلوپه ټول عمرکې تل دغه ناجائز حق د حق په مخالفت اوناحقي په ملاتړی.دظالم په ګټه اودمظلوم په تاوان وکارول سواولاهم کاریږي.

اود یولسم ستمبرله ګونګې پیښې وروسته خوامریکایان ددوی په توشه په ټوله بی شرمي ډګرته راووتل ،له خولی یی لاس واخست اوداسلام ،اسلامي افکارو ،اسلامي حکومت ،جهاد ،شرعي قوانینو اوسترپه مخالفت کې یی خپله له کینې ډکه اوپه وینوککړه بدې پیل کړه.
دډیری څیړونکو په آند د۱۱/۹/۲۰۰۱م کال پیښه لکه هولوکاسټ پخپله دهغه مهال امریکایی حکومت په لاس جوړه اوسرته ورسیده. دامریکا حکومت دامریکایی پوهنتون یووتلی اولوړپوړی پروفیسر(اسټون جونس)په دی ګناه چې هغه له ډیروپلټنو اوهڅووروسته ثابته کړې وه چې نړیوال تجارتي بروجونه یوازې دالوتکودټکر په واسطه دغه رنګه په بشپړه توګه نه سوای تباه کیدلای .ترڅو پورې چې په ودانۍ کې د ننه درنې چاودنې نه وای سوي له دندې پسې واخست.

(اسټیون جونس)ثابته کړې وه چې دغسې سوې هم دي،خود نظراورایی دآزادي ترټولو سترلوبغاړی، زبرځواک اوډنډوره چې امریکا دخپل یوه پروفیسررښتینې څیړنه ونه زغملای سوای اوقهرا یی په کورکیناؤ.

که د پروفیسر(اسټیون جونس) څیړنه سمه نه وای کیدای سوای چې دوی په ډیروپیاوړودلائلو سره دهغه څیړنه ورباطله کړې وای .اوپه ځای یی دمنلووړ خبره دامریکا یی ولس اونړیوالواندیښنو دلری کولو لپاره دهغوی مخې ته ایښې وای.

امریکایی حکومت یوازي په دی بسنه ونه کړه چې (اسټیون جونس)له دندې پسې واخلي بلکې دهغه په خوله یی هم لاس ورکیښود. چې دغې دمجبورې غلطې یی ډیرې نورې اندیښنې راویښې اوغوښن شکونه یی وزیږول.اوهرچا حکومتي پیښه په باورسره حکومتي وبلله.اوداسې پوه سوو چې امریکا یی حکومت غواړي چې د ۱۱/۹/۲۰۰۱م کال پیښې ته مقدس عقیدوې حیثیت ورکړي . اولکه څرنګه چې په اروپا کې (هولوکاسټ)ممنوعه سیمه اعلان سوې په ورته بڼه کې په امریکا کې هم دیولسم ستمبر پیښه ممنوعه سیمه اعلان اوپه اړه یی له هرچا اوهرې ادارې ددروغ بللو اونورو حقائقو اولاس وند ونو درابرسیره کولو حق واخستل سو.

چې دغسې کول دامریکایی حکومت دبیخې ډنګراوکمزوری دریځ ښکارندوینه ثابته اوترکاسه لاندې دنیم کاسې شتون دیوه منلي حقیقت په بڼه کې راڅرګند سو.

له بله لورې په تیرونیژدی وختونوکې په امریکا کې دیوې خپری سوې څیړنې څیړنو داسې وښوده چې په امریکا کې (۳۰)سلنه امریکایان په ټینګ اومستند باورسره وایی چې: دیولسم ستمبر پیښه پخپله دامریکا دحکومت طرح اوپخپله دامریکا دحکومت پخپلولاسو سرته رسید لې ده.
ځکه امریکایان ویني چې دامریکا دحکومت امنیتي ځواکونه له دغې شرمونکې ناکامي سره سره ولی پیښې ته وړ ارزښت نه ورکوي اوولې یی په تړاو کوم لوړپوړی چارواکی له دندې نه ګوښه کیږي اویانه نیول کیږي.

په کارخوداوچې په سلاوو لوړپوړی چارواکي یی له دندو شړلی اودبندیخانوتورو ښمڅوته ورټیل وهل سوي وای .ترڅودحکومت له ټنډې دلاس لرلواونه بسنې داغ لری سوی وای.

دوی غواړي چې حاضرمهال اوظاهرا دد وی په ګټه شرائط له اسلام سره د کرکې دلازیاتولولپاره وکاروي .اود صهیوني مسیحیت دکرکوزوړ دود چې ددوی دزدکړو سټه ده نورهم خپورکړي.همدغه دلیل ده چې یاد دود دامریکا دسیاسې پریکړو ،عسکري خوځښتونو اومشغولیتونو دمحور پحیث ومنل سو.

پادری (بال لینډ سې) په صهیوني ویروس ککړو امریکایانو ته ږغ ورکوي

خبراوسئ! چې دمسلمانانوموخه یوازي داسرائیلو له منځه وړل نه بلکې دیهودي مسیحي کلچر له منځه وړل یی هم موخه ده .

هغه کلچر چې دغربي اخلاقو دښکلا بنسټ ده.دوی لکه کمونستان داسې دي ،ددوی دخیالونو په زوروکې زموږ ټولو ترخاورو لاندی کولو دارنګه غوښتنه په څپوده چې هسې په خوله راوړل یی هم انسان وارخطا کوی.

پادری (پیټ روبرتسن)اسلام یوویره اچونګی دین بولي. اوغواړي چې ټوله نړی ترخپل اغیز لاندي راولي .اوامریکا میشت مسلمانان دویري اچونې ترځمکه لاندی نظام نوموي چې موخه یی دامریکا ویجاړول دي.

پادری( جیری فائن) تر نورو پادریانو یوڅه مخ ته ځي اودمحمد رسول الله(ص)په مخالفت کې خوله پرانیزي.

(فرینکلن ګراهم)د زوی بش دمشرتابه دلوړې په مراسیموکې اسلام یوشیطاني اوشرغواړي دین وښود.او(جیری فال ویل)بیا اسلام یومصنوعې دین بولي.

دوی دا ټولې منډې اوترړې ددی لپاره وهی چې مسلمان ته پخپل کوراودنړۍ په هرګوټ کې دجګړو داسې لمبې بلې کړي چې مسلمان یی ونه سهلای سې.

دوی فکرکوي چې داهرلوریځ جنګ به خامخا اسلام اومسلمانان د حتمي اویقیني تباهې کندې ته ورټیل وهې.

دوی تل فکرکوي ،خودانساني تاریخ پاڼې نه را اړوي چې پکې ولولې چې ظالم اوظلم یی دواړه دظاهرا واړه ځواک په واسطه دړی وړی سوی دی.
یهودي اومسیحي صهیونیزم له زوی بوش اودهغه له اداری ددارنګه مست هاتې دجوړیدو بریا ترلاسه کړی وه چې نړیوال صهیونیزم یی داسلام ګډوني اوسوځوني په باره کې ګومان هم نه سوای کولای.

څیړونکې وایی چې دجهالت ټولې لواووړې نښې د زوی بش په ځان کې راټولې سوې وی، له عقله سره دسلا کولوواک یی بیخې تری اخستی وو،په بش جهالت دومره غالب سوی و چې دخیراوشرتمیزیی هم نه شوای کولای. اوزیاته وی چې د بش عقل ته دجهالت کلپ ورلویدلی وو.
زوی بش له خپلې شرغواړي جذبې په دومره لوړه کچه کې اغیزمن سوی اودومره ورت مغلوب وچې داسلامې نړۍ په وړاندی یی دصلیبي جګړی اعلان هم وکړ.

دنیویارک ټایمز یولیکوال (جاکسن ګیرز) دخپل اخبار په ۱۱/۳/۲۰۰۳م کال په ګڼه کې لیکې چې: دبش عقیده ده چې هغه دیویهودي مسیحي باانصافه ناجې شخصیت پحیث ددی روانو پیښو دکیدو اوبریالي کیدو لپاره توظیف سوی اودمشرتابه دوره یی دیوی مقدسې موخې برخه ده.
بش چې کله د تکساس دایالت والی وو،نوخپل یوملګری ته یی ویلی وچې :

خدای زه دامریکا دمشرتابه لپاره نومولی یم.اودزوی بش خیال ده چې دده ټول کړه اووړه دالهی ارادواجراء ده.
زوی بش د (۲۰۰۳)م کال دجون په میاشت کې دفلسطین داطلاعاتو وزیر (نبیل شعث) ته دیوه ملاقات په ترځ کې په سپینه ماڼۍ کې وویل: زماجنګی منډی ترړې دخدای دپیغام ترجمانې کوي.

خدای ماته ویلی چې په عراق کې له صدام حسین نه واک واخله .

په افغانستان کې هم حکومت بدل کړه.

اودا اوس اوس زه داسې محسوسوم چې دخدای حکم ده چې فلسطینیانوته دیوه حکومت اواسرائیلوته د امنیت غمه وخوره.

خودبش په ځان کې ددغې له خطرونودکې ګمراهې دپیداکیدواوتل پاته کیدودارنګه اسباب هم وچې دله منځه تلو یی هیڅ شونتیا نه وه.

ځکه چې د زوی بش دکارټول ملګری که هغه په سپینه ماڼۍ کې وو،اوکه ددفاع په وزارت کې ډیری یی لوړپوړي اونومیالي یهود وچې هریویی په اسرائیلي حکومتونوکې مشاورپاته سوی وو.

هغوی چیرته چې امریکایان ووهلته یهودان هم وو.

زوی بش بدبختو ملګروهره شیبه د زوی بش دوینوڅښلو اشتهاء وربرابروله اود مسلمانانووینو تویولوته یی تیاراوو.

دعیسی (ع)نزول دمسیحي صهیونستانو دعقیدې برخه ده ،خوپه دووشرطونو :

۱- ترڅوپوری چې هیکل سلیماني پخپل ځای ونه دریږي دعیسی (ع)نزول ناشونۍ ده، نواړینه ده چې مسجداقصی یادمسلمانانولومړۍ قبله ړنګه اوپه ځای یی سلیماني هیکل ودرول سې.

۲- ترڅوچې د(ارمجدون)جګړه پیښه نه سې هم دعیسی(ع)نزول ناشونی دی.

یادو دووشرطونوته په کتوسره مسیحي صهیونستان داسرائیلي حکومت مرستې ته ځان ددوی دعقیدې له مخې ژمن اومسئول ګڼي
دصهیوني یهودو اوصهیوني مسیحیانو ترمنځ توپیرشته :

صهیوني یهود عیسی(ع)دنزول په حق کې نه دي .ځکه هغوی دعیسی (ع)لومړی بعثت هم نه مانو .

ددوی دواړو داشتراک وجه دصهیوني حکومت رامنځ ته کیدل دي.

دصهیوني حکومت جوړیدل دیهودو بالذات هدف ده اودصیوني مسیحیت دعیسی(ع) په نزول مشروط ده.

دوی دیولسم ستمبر جعلې پیښه یاد(۲۵۰۰-۳۰۰۰)تنومسیحیانو اویهودانو پخپل لاس اودخپلو موخولپاره وژنه دټول انسانیت په دماغ ورسپره کړې ده .اوداډرامه یی دومره وپړسوله چې حتي دمسلمان وژني دسند کارتری اخلي .اودغه جعلي سند ته په کتوسره یی دمسلمان په حق کې داسې نارواوې وکړی چې تاریخ پری شرمیږي ، خودخپلواسلافو دشاباسې ویاړیی ترلاسه کړ.

د غه لورې ته بیا مسلمان داهرڅه اوټولې نارواوې پخپلوسترګوویني ،خوپټه خوله اولاس ترزنې ورته ناست ده.

کیدای سې چې دمسلمان دغه شانته کیناستل اوپخپل ځان ظلم منل به نورلاملونه هم ولري ،خوکوم چې ما ته زموږ په دی بد حالت کې دخیل ښکاریږي هغه دغه دوه لاملونه دي.

۱-دمسیحي صهیونستانو دشته اووختې بری راز دهغوی په غیرمعمولي ذهانت،اقتصاداورسنیز ې واک واکي کې نه بلکې دمسلمان په وړاندی دهغوی دحکومتونو اوولسونو یوه خوله اویوآوازپاتي کیدل دي.

۲-بله اوډیره مهمه خبره داده چې زموږ واکداران یانې حکومتونه دهغوی مزدوران دي. اوهغوی اوس دمزدورجوړوني اوضمیروژني په فن کې دومره بلد سوی دي چې که هره شیبه وغواړی بی ځنډه بل کرزی، بل مشرف،بل سیسې،

بل اشرف غني اوبل عبدالله عبدالله جوړولای اوهم یی ضمیروروژلای سې.

ترکومه بریده چې ماکولای سوای ماددواړوپیښو یانې هولوکاسټ اویولسم ستمبرپه باره کې دڅیړونکو څیړنې اومتخصیصینو هلې ځلې مطالعه کړی،خودمطالعی په لړۍ کې دهغوورته والو له کبله چې په دواړوپیښوکې یی برسیرن شتون درلود اودماهرینوپام یی هم ځانته وراړولی وو.ددواړوپیښودپرتلی لورته وروبللم .ځکه چې ددی ټولې مطالعې په اوږدوکې چې څوواره وسوه ماته یوازی مهالي توپیر دوه پیښې راپه ګوته کولې.اوله دغه توپیره پرته به مې چې هره پیښه راکتله داسې خیال به راسره پیداکیده چې هغه بله پیښه راګورم،نوځکه به په بل ځل مطالعه اړکیدم چې اړسوم .اوپه ډیرغور مې دبیا مطالعې لیڅې رابډ وهلی چې په دی ځل مطالعه کې هم یوازی یوازی یوڅونومونه راته ددواړو پیښو په منځ کې دتوپیرنښې ښکاره سوی نه د پیښوبنسټ اوموخه ایزحیثیت اوحقیقت.

چې وروستی لیدنې اوکتنې یی زه هم په دی قانع کړم چې رښتیا هم دواړه پیښې،پیښې نه بلکې ډرامی اودصهیوني مسیحي اوغربي غیرانساني ارادو دتکمیل پروسې ،هڅې اونارواهیلوته درسیدو لپاره دنقلی یاجعلی لاسوند اویاجواز بڼې دي،خودپیښواصلي لوبغاړی یهود یاددغسې کولو پیژندل سوی ماهرین وو.ځکه چې ددوی په خوله اوتاریخ په تکرارې حوالوددواړوپیښو اوټولو نړیوالو اونورو لویو اووړو جګړواوهرډول فتنو په هڅه ولواوچلولوکې یهودوبنسټیز اوقاطع رول لرلی اوتراوسه یی هم لري.

یهودودجګړی هرحالت دځان په ګټه څرخولای سوای.اوهم یی تری مالي ګتې لاس ته راوړلای سوای.

زما په آند ددواړو پیښودحقیقت رابرسیره کیدلو مسلمان انسان ته پیغام هم لرلی اوهغه داچې !

باید هوښیار،بیدار،دهرمکارله مکره اوټولوزورګویانو دپه غفلت کې اچولو،ډرامی دپیښوپه څیرمنلواو پړسولو له کلچراومنطق سره بلد واوسو .اوهره روځ له یوه غاره دڅوواره چیچلو شکایت ونه کړو. اودآزادی هغه رښتیني حق ته چې اوس یی نه لرواودڅوپردي پالو تالی څټو په مټه دصلیبي ګورم ترغوبله لاندې په ډیره بده اوناوړه بڼه سرویله کیږې ورورسیږو.ځکه انساني آزادي او دخاورې آزادي دمقدساتواوعباداتوپه آزادي مخامخ اغیزلري.
بیخې ددی مهال رارسیدلی چې بایدیواوبل ته سره ورپام کړو.

موږد (والعصر)شکلا واړه اوحقیقتا ډیرلوی اوانسان ساز سورت اهمیت اوپه انساني ژوند کې ژوند ی ،کړاوویافعال رول ته په هغه سترګه نه وکتلې لکه چې په کاروو . چې دغه د ه اوس یی بدی پایلې هره شیبه موږه کړوی اوژړوی.

چې یوه خلاصیږي بله ورراټکوي.

موږتل په خبروکې هوډمن پاته سوی یو.که عملا هوډمن نه سو اوهوډ موهم مستند اویقینې نه سې، دظواهرواوعباء اوقباء له چاردیوالی رابهرنه سواودځان اوانسان پحال مو زړونه دردمن اوسترګې لندې نه سې ،نوبیا به موهرومرو انسانیت ترپوښتنې لاندې راسې چې سمه هم ده.
اودخپلې خټې یافطرت په اړه به پخپله داندیښنو په خوساډنډ کې ولویږو.اودضمیرد مقد سې کلمې نسبت به راته په ځان پوری پیغوراوپردی ښکاره سې.اود سدااوښ یاد به راپه یاد کړی.

سدا اوښ هم بله ګناه نه لرله له د ی پرته چې چا ته مسئول نه وو،که موږهم لکه ژوند ی دارنګه سره ونه ښوریږو،نووبه ښیوچې دمسئولیت داحساس جذبه مو  دمسیحي صهیونیزم ترچټکونولاندې کړوپه اوپه هیڅ بدله سوی ده .
اود مقاومت عالې روحیه، د کړاوو یافعال ژوند نښه، چې دهیچا دچټک زورنه پری رسیږی به موږترخپلولغتو لاندې کړې وې.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x