نظــر

د سي ای اې د شکنجو په اړه د کانګريس راپور- څېړنه او شننه

ليکوال: اسامه ابو ارشيد
ژباړن: احمدالله احمدزی
د پخواني ولسمشر جورج بوش له واکمنۍ پوره شپږ کاله وروسته د امريکا مشرانو جرګې د استخباراتو کميټې د «سي ای اې» له لوري د مسلمانو بنديانو د شکنجو او مرګوني ځورونو په اړه راپور سنا ته وړاندې کړ.
ياد راپور په ۵۲۳ پاڼو کې ترتيب شوی او د سي ای اې له لوري د پټو شکنجو او ځورونو او له بنديانو د تحقيق شپږ زره وحشي او غير انساني طريقو په اړه په کې معلومات خپاره شوي او دا هر څه د هغې جګړې په ترڅ کې شوي، چې پخواني ولسمشر بوش د «تروريزم ضد نړيواله جګړه» بللې وه.

په راپور کې د يو شمېر شکنجو تفصيلات هم راغلي دي، چې د سي ای اې کارګرانو مسلمان بنديان په اوبو کې غرقول، جنسي زورونې يې ورکولې او په مياشتو مياشتو يې په تورو کوټو کې يوازې ساتل او د سي ای اې کارګرانو به پرې رمباړې وهلې او وېرول به يې، په لسګونو ساعته به يې په ماتو او زخمي پښو په ولاړه درول، په تړل شوو لاسونو پرله پسې څو ورځې پلټنې او تحقيق، په شپو ورځو او اوونۍ بې خوبه کول، په سړه هوا کې شپې ورځې درول او په وحشي طريقه خواړه ورکول، هغه هم د ستنې او پيچکاري په واسطه او …

د مشرانو جرګې په راپور کې هيښوونکې خبره دا ده، چې د دومره شکنجو او کړونو سربېره هم سي ای اې له بنديانو داسې معلومات نه دي تر لاسه کړي، چې د امريکايي استخباراتو په کار راشي او وروسته دا هم ثابته شوه، چې سي ای اې کوم خلک لس دولس کاله په تورو او وحشي زندانونو کې بنديان کړي وو، ډېری يې بې ګناه نيول شوي وو.

راپور ولې اوس خپور شو؟

د مشرانو جرګې د استخباراتو کميټې مشرې «ډايان فاينسټاين» مشرانو جرګې ته وويل، چې که دا راپور يې اوس نه وای خپور کړی، نو ټول عمر به بيا چا دا جرئت نه و کړی.

د امريکا کانګريس تر اوسه د ديموکراتانو واک کې دی او راتلونکي لنډ وخت کې به د کانګريس واک له جمهوري پلوو سره وي. مشرانو جرګې او پارلمان کې به د جمهوري پلوو اکثريت وي او فاينسټاين د خپل ګوند د اکثريت او د خپلې کميټې له مشري څخه په ګټه اخيستو دا راپور په داسې حال کې خپور کړ، چې راتلونکی ۲۰۱۵ کال کې به د مشرانو جرګې او پارلمان واک جمهوري پلوو سره وي.

ډيان فاينسټاين د ياد راپور د خپرولو له امله له ګڼو ګواښونو سره مخ وه. يو پلو سي ای اې او جمهوري پلوو نه غوښتل، چې دا راپور دې خپور شي او بل پلو واکمن ګوند ديموکراتان هم په دې اړه دوه زړي وو، چې دا راپور خپور شي کنه او په عين حال کې يې پر فاينسټاين ټينګار کاو، چې دا راپور دې تر يو وخته نه خپريږي، مګر فاينسټاين په خپله خبره ټينګه وه او وروستۍ پرېکړه پر دې وشوه، چې د راپور ګڼې پټې او وحشي برخې به نه خپريږي.

د راپور له امله د سياسي نظام انګيرنې

د مشرانو جرګې له لوري د ياد راپور له خپرولو وروسته د واکمن ديموکرات او اپوزيسيون جمهوري پلوو تر منځ شخړې، لانجې او بې باورۍ نورې هم زياتې شوې. جمهوري پلوه وايي، چې دا راپور سياسي اړخ لري، بدنامي، درواغ او د ملي ګټو ضد يې بولي او ديموکراتان بيا سي ای اې درواغجن بولي او د سي ای اې د مشر جان برينن له دندې د ګوښه کولو غوښتنه کوي.

سپينه ماڼۍ بيا په دوو کې حيرانه پاتې ده. اوباما او پلويان يې غواړي، چې د مشرانو جرګې خپور شوی راپور تاييد کړي او د سي ای اې له لوري د بنديانو ځورونې وغندي وکړي، مګر د حالاتو له امله يې بنديانو سره د سي ای اې وحشیانه شکنجې وستايلې او دا کار يې د هغو مېړانه وبلله.
راپور امریکايي رسنۍ هم وېشلي

يو شمېر رسنيو يې د خپريدو ملاتړ کړی او د شکنجو مسؤولينو ته د سختې سزا او محاکمې غوښتنه کړې او نورو رسنيو واکمن ديموکرات ګوند او سپينې ماڼۍ غندلې ده، چې د سي ای اې ملي راز يې ولې خپور کړی دی.
ډېرو ښي اړخو رسنيو، چې جمهوري پلوو ته نژدې بلل کيږي د ياد راپور د خپرولو مخالفت کړی او دا کار يې د ملي ګټو خلاف بللی دی او بل پلو حکومت او ديموکرات ګوند ته نژدې رسنيو د راپور خپرول پر وخت او مناسب ګام بللی دی.

همدا رنګه امريکايي ولس هم په دې اړه سره وېشلی ښکاري او هر ځای په دې خبرې او بحثونه روان دي. سره له دې چې تر اوسه په دې اړه کومه رسمي ټولپوښتنه هم نه ده شوې، مګر امريکايي رسنيو د راپور په تاييد او مخالفت کې ګڼ شمېر څېړنيزې ليکنې اومقالې خپرې کړي دي.
امريکا کې د بنديانو د تحقيق او پلټنې په اړه په شوو ټولپوښتنو کې درواغ نه دي ويل شوي او په دې اړه يې ډېر امريکايي ولس ملاتړ کړی دی او بنسټيزه خبره د ټولپوښتنې په اړه د شوې لاسته راوړنې او نتيجې ده.

د مثال په ډول له ۲۰۰۴- ۲۰۱۰ م کال پورې شوې ټولپوښتنو کې امريکايانو د بنديانو د شکنجو او تعديب ملاتړ کړی او دغه شکنجې د ابوغريب، ګوانتانامو او نورو زندانونو په اړه وې.

يو شمېر کارپوهان وايي، چې دا ډول ټولپوښتنې بې لارې کوونکې او غلطې دي؛ ځکه چې طريقه او نتيجه يې تخنيکي او مسلکي نه وي.
دغه کارپوهان وايي، چې د شکنجو پلويانو په هغه صورت کې د شکنجو ملاتړ کړی، چې د امريکا د ملي ګټو لپاره وي او په دغو شکنجو کې د امريکايانو ژوند ژغورل کيږي او دا ډول پېښې ډېرې لږې او د نشت برابر راځي.

رښتيا خبره دا ده، چې ډېری امريکايي ولس په دې اند دی، چې جنسي ځورونې او په اوبو کې غرقول د منلو وړ نه دي اګر که د امريکا ملي ګټې هم په خطر کې وي.

د سي ای اې او نورو ښکېلو کسانو محاکمې ناشونې بريښي

د امريکا په قانون کې شکنجې جنايي جرمونه بلل کيږي او هر ډول جنسې ځورونې، وهل ټکول او بدني سزاوې په همدې جرمونو کې راځي. د امريکا په قانون کې يوازې د امريکا په خاوره کې دغه ډول تعذيبونه او شکنجې نه دي منع شوي، بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې چې امريکايي عسکر او د سي ای اې غړي اوسي، دغه ډول تعذيبونه او شکنجې په کې منع دي.
امريکا د جينوا نړيوال ۱۹۹۴م کال تړون لاسليک کړی دی.

په دغه تړون کې دوې خبرې ډېرې مهمې دي
اول: هر ډول شکنجې او تعذيبونه له قانونه سرغړونه ده او دوهم دا چې د شکنجو او تعذيبونو په تور، چې څوک ونيول شي، بايد محاکمه شي.
د وړاندې ياد شوي قانون له مخې اوباما دا منلې، چې سي ای اې د خپلو پلټنو او تحقيق پر مهال بنديان شکنجه کړي او ځورولي دي او د خپلې لومړۍ دورې د واکمنۍ په دوهمه ورځ يې دغه ډول کړنې او شکنجې ناقانونه وبللې.

دې سره موږ ويلی شو، چې سپينې ماڼۍ د جينوا تړون لومړی بند يو ځل بيا په خپله ومانه او اوس ستونزه په دوهم شرط کې ده، چې د اوباما حکومت د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې له دې خبرې انکار کوي، چې امريکايي عسکر او د سي ای اې غړي دې محاکمه شي.
اوباما په دې اړه پلمې لټوي او وايي، چې دا ډول جرمونه د وخت په تېرېدو او محدوديتونو له منځه تللي، مګر دا خبره د منلو وړ ځکه نه ده، چې د وخت په تېرېدو او محدوديتونو دا ډول جرمونه له منځه نه ځي.

داسې هم ويل کيږي، چې د سي ای اې کارګرانو مسلمانان بنديان د خپل ښه نيت او وظيفې له امله شکنجه کړي، چې د قانون پوهانو او د چارواکو له لوري ورته ډاډ ورکړای شوی و، مګر دا کار د نيوکې وړ دی، ځکه که د بوش د ادارې هر غړی او قانون پوه له دې کرغېړن عمله خبر و، بايد محکمې ته کش شي.

درېيمه خبره دا ده، چې د سپينې ماڼۍ پټې سرچينې او د پلټنو پلاوی دې ته زړه نه ښه کوي، چې د سي ای اې غړي او په شکنجو کې ښکلېل چارواکي دې محاکمه شي او دوی وايي، چې د سي ای اې کارګرانو دا کار د هېواد ژغورنې په موخه کړی دی.

ايا دغه ډول بهانې سپينې ماڼۍ لپاره کافي دي، چې د سي ای اې غړي او ښکيل کسان دې له محاکمه وژغوري؟

نه دلته يو شمېر نور دلايل هم شته:

اول: که د اوباما اداره هڅه وکړي، چې د سي ای اې غړي او دغو شکنجو کې نور ښکېل کسان محاکمه کړي، نو د جمهوري پلوو او د يموکراتانو تر منځ به يوه لويه سياسي شخړه رامنځته شي او دا هم په داسې حال کې د اوباما د واکمنۍ ايله دوه کاله پاتې دي او کانګريس به هم له دې وروسته د جمهوري پلوو په واک کې وي.

دوهم: خلک به داسې فکر کوي، چې دا محاکمه له عدلي زياته سياسي ده؛ ځکه چې دې کې به د اوباما سياسي حريفان بوش او ډيک چيني هم راځي او دا دواړه د جمهوري پلوه ګوند سرلاري غړي دي.

درېيم: دغه ډول محاکمې به د سپينې ماڼۍ او د سي ای اې تر منځ اړيکې ترينګلې کړي او سي ای اې خو د هېواد د ملي ګټو ساتندوی بلل کيږي.

څلورم: اوباما او د سپينې ماڼۍ نور چارواکي انديښمن دي، که داسې محاکمې ته يې اجازه ورکړه، نو راتلونکي وخت کې به دوی هم د دغه ډول محاکمو په پنجو کې ګير شي او راتلونکې واکمني بيا د دوی د سياسي مخالفينو جمهوري پلوو ده.

اوس هم ګڼ شمېر جمهوري پلوه قانونپوهان د اوباما له لوري د بې بيلوټه څارګرو بريدونه ناقانونه بولي او وايي، چې په دغو بريدونو کې ګڼ بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نو پايله به څه وي؟

اوس خو دا خبره روښانه ده، چې اوباما نه شي کولای، چې د سي ای اې غړي محاکمې ته وړاندې کړي، مګر دا په دې معنا نه ده، چې دا قضيه سرته ورسيده.
دلته داسې اندېښنې هم شته، چې کېدای شي، يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د سي ای اې او بوش پر ضد قضايي دعوې دايرې شي او د سي ای اې غړي، بوش او ډيک چيني محکمې ته کش کړي.

هلته د امريکا ګڼو مدني ټولنو له اوباما غوښتي، چې بوش او ډيک چيني ته عمومي عفوه اعلان کړي او که اوباما دا کار وکړ، نو د دوی ګرد قانوني جرمونه به وبښل شي، بل پلو دا وېره هم شته، چې د دغو کسانو د نه محاکمې له امله دې د واکمن ګوند او نور امريکايي ولس تر منځ سياسي شخړې او خلا رامنځته شي.

په لنډو ټکو دا ویلی شو، چې اوباما دغه مجرمين محاکمه کړي او کنه، بس په نړۍ کې د امريکا د «ولسواکۍ او ازادۍ» نوم بد شو او د ټول عمر لپاره به امريکا د تاريخ په کتاب په سره کرښه ليکل شوي وي او په ځانګړې توګه اسلامي او عربي نړۍ کې به د امريکا کرغېړن او وحشي انځور پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x