افغانستان

طالبانو د مذاکراتو په اړه د واشنګټن پوسټ خبر بې بیناده وباله

taliban_fighters_in_snowنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند د واشنګټن پوسټ هغه خبر بې بنیاده او غلط وباله، په کوم کي چي ویل شوی وه چي ګواکي طالبان د امریکایانو سره په قطر کي مخامخ خبري کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یو افغاني رسنۍ سره په خبرو کي ویلي چي د مذاکراتو په اړه ددوی په دریځ کي هیځ رنګه بدلون نه دی راغلی، او په دې اړه د واشنګټن پوسټ خبر بې اساسه دی.

نومړي دا هم رد کړه چي ګواکي طالبان دي هڅه کوي تر څو په قطر کي یو سیاسي نمایندګي ولري، هغه وویل چي دوی د افغانستان تر نیمايي څخه زیاتي سیمي په خپله ولکه کي لري، او خپل موجودیت يي ثابت کړی دی.

نومړي وویل چي امریکا هرکله داسي اوازي خپره وي، چي خالصتا ددوی پر ضعف دلالت کوي.

مجاهد د په افغانستان کي دننه هم د سولي د عالي شوری سره د هر رنګه اړیکو او مذاکراتو انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x