د عربي چارو لندن مېشتی کارپوه عبدالباري عطوان

ايا سعودي به له جهاد وروسته، پر نقاب هم بنديز لګوي؟

عبدالبـــــاري عـــطوان

د عربي چارو لندن‌ميشتی کارپوه

ژباړن: احمدجرس

د سعودي دولتي ملا، شيخ احمد الغامدي يو بله فقهي شخړه رامنځته کړې او د «ام بي سي» تلويزون پر پرده يې خپله کورودانه ځان سره سينګار کړې لوڅ مخ کينولې وه او دا کار د سعودي په تاريخ کې بې ساری بلل کيږي او دغه هېواد کې حجاب د ښځو د ستر يوه لازمي او ديني برخه ده.

شيخ غامدي دغه تلويزوني پروګرام کې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل، چې مخ پټول هيڅ شرعي دليل نه لري او ښځې بايد سينګار کړي مخ وګرځي او دې کې هيڅ شرعي ستونزه نه شته.

د شيخ غامدي دې څرګندونو په ديني او ليبرالو حلقو کې يو شمېر بحثونه او لانجې راپارولي او د دې بحثونو ګډونوال، که ليبرالان دي او که اسلامپالي هڅه کوي، چې د خپلو موخو لپاره په فقهي کتابونو کې دلايل راپيدا کړي او په دې اړه يې هر ډول سياسي او امنيتي اړخونه له پامه غورځولي دي.

نړۍ کې هيڅ پېښه هم داسې ناببره نه رامنځته کيږي او په ځانګړې توګه سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو کې. هر څه د راتلونکې سنجول شوې ستراتيژي له مخې پر مخ بېول کيږي او په ځانګړې توګه، کله چې خبره له اسلامي احکامو او اصولو سره تړلي وي. تر لنډ وخت مخکې هم سعودي کې د ښځې د لوڅ مخ لپاره دلايل ناروا، بلکې کبيره ګناه بلل کېده.

د سعودي رسنۍ په ځانګړې توګه، کومې چې له هېواده بهر فعاليتونه کوي، لکه «ام بي سي» او داسې نور، چې ۱۹۹۱م کال کې يې له لندنه خپرونې پيل کړي، يعنې د کويت له ازاديدو سمدستي وروسته، دغه ډول رسنۍ د سعودي د ګټو او ستراتيژۍ لپاره کار کوي، چې د حالاتو په بدلون او د اسلام د سياسي نظام د له منځه وړلو او ځپلو لپاره هڅې کوي، چې سعودي عربستان څخه بايد د شيخ محمد بن عبدالوهاب د «سلفي» فکر ريښې وباسي او دا کار د لويديځو هېوادو سره د يوې ګډې ستراتيژۍ له مخې کوي.

سعودي عربستان د اسلام له اساسي اصولو څخه ځان په خطر کې ويني او دغه هېواد کې د «وهابي» فکر ګواښ له پيله راروان دی او اوس اسلامي دولت او القاعده جهادي ډله د همدې فکر لارويان دي.
دا هغه فکر دی، چې د ديکتاتوري نظامونو د ړنګولو هڅې کوي او غواړي، چې نړۍ کې اسلامي شرعي نظام نافذ کړي او د خپل فکر منهج يې اسلامي شريعت او د سلفو علماوو شرعي فتواوې دي.

که لږ هم تېر لنډ وخت ته فکر وکړو، نو د عربي نړۍ پسرلي کې په ځانګړې توګه «ام بي سي » تلويزون د داوود الشريان «عربي ژورناليست دی» په مشرۍ پروګرام کې د سعودي د هغو علماوو او دعوتګرانو پر ضد پروپاګند پيل کړ، چې خلک جهاد ته هڅوي. د مثال په ډول، شيخ سلمان العودة، محمد العريفي، عدنان عرعور، او داسې نور او داوود به ويل، چې دا علما ځوانان د تباهۍ لور ته ټېل وهي. بيا وروسته دا څرګنده شوه، چې د دغه پروګرام اصلي موخه د سعودي عربستان د هغه قانون لپاره لاره هوارول و، چې هر عالم د سعودي له خاورې د باندې څوک جهاد ته هڅوي، نو د قانون له مخې مجرم بلل کيږي او شاوخوا ۱۵ کاله به بندي کيږي.

کيدای شي، چې «ام بي سي» تلويزون دغه لوبه يو ځل بيا تکراري پيل کړي او د ښځو د حجاب په اړه ډول ډول تبليغات وکړي او هغه عادت او مذهبي دود له منځه يوسي، چې له تېرو ۱۴ پېړيو پرې ټول اسلامي امت اتفاق کړی دی او د خلکو ذهنونو کې د لوڅ مخ ګټې او فايدې ورکړي او دا هم ووايي، چې مخ پټول په اسلام کې کوم اصل نه لري او هغه ملايان خپلو پروګرامونو ته راوغواړي، چې د مخ پټولو مخالف دي او د همدې لپاره يې د لومړي ځل لپاره شيخ احمد الغامدي خپلې ښځې سره يو ځای ميلمه کړ.

اوس خبره دا ده، چې د شيخ غامدي له خولې په اوسني وخت کې د نقاب او مخ پټونې په اړه داسې څرګندونې راويستل د يوې پخوانۍ ستراتيژي له مخې شوي، چې پايلې به يې وروسته څرګندې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې اسلامي علماوو د لويديځو هېوادونو پر ضد فتواوې ورکړې، چې دوی ولې دغو هېوادونو کې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز لګوي او د لويديځو هېوادونو دا کار يې د اسلامي او مذهبي ازادۍ خلاف بللی.

د دې خبرې ځواب له دوو پېښو اخيستی شو:
اول- متحده عربي اماراتو کې يوې محجبې ښځې په پټ مخ د ابو ظبۍ په يو بازار کې يوه امريکايي استاذه په چړې حلاله کړه او دوهم دا چې د اسلامي دولت شاوخوا پنځه ځوانانو په پټو مخونو غوښتل، چې د يمن له سرحده سعودي ته ننوځي او د سعودي په مهمو ځايونو کې بريدونه او چاودنې وکړي.

زموږ له نظره د سعودي امنيتي چارواکو په نظر کې د ښځو نقاب امنيتي ستونزې لري او ډېره لرې نه ده، چې سعودي عربستان په دې اړه رسمي پرېکړه وکړي، چې نقاب کې د سعودي امنيت لپاره ګواښ دی او په عامه ځايونو کې پرې بنديز ولګوي.

هغه سعودي رسنۍ، چې له هېواده بهر فعاليتونه کوي، د سعودي او خليجي هېوادونو پر ستراتيژي او عربي ټولنې قوي اغېزې لري.
دغه رسنۍ سوريې، عراق، ليبيا، مصر او يمن کې رسنيزه جګړه پر مخ بيايي او يو لوری د بل پر وړاندې هڅوي او ملاتړ يې کوي او همدغه رسنۍ غواړي، چې امريکايي او لويديځ کلتور عربي ټولنې ته ننباسي.

دغه رسنۍ د ماډرنيزم، پرمختګ او عصريتوب په نوم لويديځ کلتوري پروګرامونه خپروي او دغه پروګرامونه د عربي نړۍ پر ځوانانو، ښځو او سړيو ناوړه اغېزې کوي او د دغو رسنيو چلوونکي په دې تمه دي، چې د دې پروګرامونو په نتيجه کې به د عربي نړۍ محافظه کاره ديني ټولنه خپل کلتور او تقاليد شاته وغورځوي او غربي کلتور به خپل کړي.

د سعودي عربستان هغو امرونو ته په تمه اوسئ، چې لنډ وخت کې به دغه هېواد کې پر نقاب بنديز ولګوي او يا لږ تر لږه په عامه ځايونو کې به يې د امنيتي ستونزو له امله بند کړي او يو شمېر علما به پيدا کړي، چې بربنډ مخ ګرځيدل له اسلامي اصولو مخالف نه دي.

کېدای شي، په لنډ وخت کې سعودي عربستان کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر«مذهبي پوليس» هم لغوه اعلان شي او په مقابل کې يې داسې ښځې په دندو وګومارل شي، چې سعودي ښځې مخ لوڅونې او حجاب سره د جګړې لپاره راوبولي.

چا دا تمه کوله، چې سعودي به د اخوان المسلمين پر ضد داسې قوي جګړه پيل کړي، چې لسګونو کلونو يې دغه ډله ساتلې، ملاتړ يې کړی او دغه هېواد کې ځای ورکړی دی.

سعودي عربستان کې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې ډېريږي او هر وخت د جهادي ډلو له لوري پر پوليسو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې کيږي او يوه اوونۍ هم داسې نه تېريږي، چې د سعودي يو امنيتي کاګر د سني، يا شيعه وسله والو له خوا نه وژل کيږي.
د سعودي عربستان د راتلونکې ستراتيژي لپاره «ام بي سي» تلويزوني شبکه څارئ، نو په خپله پوه شئ، چې سعودي راتلونکي وخت کې څه کړنلاره او پلان لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د