افغانستان

پاکستان: که ملا فضل الله را ونه سپارل شي، پر افغانستان حمله کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان له کراچۍ ښار څخه خپریدونکې امت ورځپاڼې د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې اسلام اباد کابل ته ګواښ کړی چې که په خپله ځمکه د پاکستان مخالف کړیو پر ضد اقدامات ونه کړي نو دوی به د پاکستان مخالفو کسانو پر ضد کونړ او نورستان کې عملیات پيل کړي.

که څه هم په رسمي ډول دغه خبر نه دی تایید شوی او نه هم معلومه ده چې پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې شته، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې پاکستاني لوري د افغانستان څخه ملافضل الله او نور طالب مشران غوښتي.

امت ورځپاڼې لیکلي چې دوی ته ځېنو سرچینو ویلي چې پاکستاني لوري افغانستان ته د پېښور د برید په اړه پوره ثبوتونه ورکړي چې ترې څرګندیږي د هند څارګرې ادارې (را) هم په دغه برید کې لاس درلود.

ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان لوی درستیز افغان لوري ته په دې اړه هم ثبوتونه ورکړي چې د پېښور برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و او بریدګرو ته د ملافضل الله د ملګرو لخوا د افغانستانه هدایات ورکول کېدل.pakistan treath

د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف پرون د اشرف غني سره د ایساف ځواکونو قومندان جان کمپل په مخکې ولیدل او ځېنې پټ معلومات یې دواړو لورو سره شریک کړل.

امت ورځپاڼه وايي چې دوی ته یوې موثقې سرچېنې ویلي چې پاکستان څو واره له افغانستانه د ملافضل الله او عمرخالد خراساني د ورسپارلو غوښتنه کړې خو د پاکستان لوی درستیز په دغه سفر کې افغان لوري ته ویلي چې دوی نور زغم نشي کولای.

دغې سرچېنې ویلي چې جنرال راحیل شریف افغان لوري ته وویل چې یا خو ددوی «مجرمین» دوی ته وسپارئ یا يې په لټې پسې موږ خپله راځو.

امت ورځپاڼې تور لګولی چې د افغانستان په زیاتو ادارو کې د هند څارګره اداره «را» ننوتې، د امنیت ملي کارکوونکو، پولیسو او ملي اردو عسکرو ته د هند څارګره اداره ټریننګ ورکوی. دغې ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هند استخباراتو تاسیس کړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی ته د پېښور بریدګرو ګروپ معلوم دی چې له کوم ځایه کنترولیدل او چا هدایات ورکول.

پاکستاني رسنیو هم د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې د پېښور بریدګرو د افغانستان سره تماسونه نیولي او له هغه ځایه یې هدایات ترلاسه کول.

د پاکستان له لوري افغانستان ته د ګواښ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې افغانستان د هر واړه او ستر برید تر شا د پاکستان څارګرې ادراې (ای ایس ای) لاس ګڼي.

همدا راز افغان چارواکي وايي چې د پاکستان له لوري په تېر یو کال کې زرګونه راکټونه په کونړ لګیدلي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې.

وروستي ځل چارواکو ویلي چې د دانګام په ولسوالۍ پاکستاني طالبانو برید کړی.

دوی ادعا کوي چې په بریدګرو کې پاکستاني پوځيان هم شامل دي.

په داسې حال کې دا ټول تورونه طالبانو په کلکه رد کړي او د طالبانو ویاند ویلي چې برید دوی کړی او د دوی په لیکو کې بهرنیان نشته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع همدرد

اشرف غنی په واضح الفاظو لاندی خبری ورته کړی یا بلوچستان پریګدی یا د داود خان او بوټو پریکړه بی له ځنده باید عملی شی د استقلال د لیسی شاګران هم ماشومان وه – د ملا فضل الله په هکله تاسو مونږ ته عام تام رسمی صلاحیت راکړی چه مونژ یی د ډیرورنډ د پولی دی غاړ یا هم ها غاړی پیدا او تاسو ته په ګوته کړو -ځکه چه شواهد چه مونژ پر لاس کښی لرو دادی چه فضل الله د مشرف یو ډیر نژدی دوست او هغه په همدی دنده اول ددی په خاطر وګماره چه خپل قدرت… نور لوستل »

عزیز

سلام : که افغانستان په دانکام ولسوالی کی بریا ترلاسه کره دا پدی معنی چی د پاکستان پوځ او استخبارات ته یی ماتی ورکره . او پیا به پاکستان د ذهن هیڅ ونه کری چی په افغانستان باندی حمله وکری.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x