په اروزګان کي یو د پولیسو یو قوماندان طالبانو ته د ملګرو سره تسلیم شوی
نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي اعلان کړی چي تیره شپه د اروزګان ولایت یو مشهوره قوماندان دوی ته تسلیم شوی.
هغه ویلي چي تسلیم شوی کس چي په خپله سیمه کي د پولیسو خورا مشهوره قوماندان وو، طالبانو ته د خپلو اتو تنو ملګرو سره تسلیم شوی.
نومړي ویلي چي دغو پولیسو له ځانه سره لس میله سپکه او درنه وسله او یو شمېر نور مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.
احمدي ددغه قوماندان او ملګرو د برخلیک په اړه ویلي چي د اسلامي امارت د لایحي سره سم دوی ته د سر او مال د ساتني تضمین او ډاډ ورکول شوی دی.